د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ د شانګهای سازمان د غړیو هېوادونو د مشرانو په ۱۹ مه ناسته کې د ګډون په نیت، تاجکستان ته لاړ.
اجرائیه ریاست وايي، ښاغلي عبدالله به د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې، د افغانستان په مشرۍ د سولې د پروسې په برخه کې د سیمې د هېوادونو پر ملاتړ، د مخدره موادو پر وړاندې پر مبارزې، د همکاریو او همغږیو په پراخېدو، د لویو سیمه ییزو پروګرامونو په پلي کېدو او د سوداګریزو راکړو ورکړو په زیاتېدو خبرې وکړي.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"موږ تمه لرو چې د دغه سازمان غړي د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د افغان حکومت او ملت ملاتړ وکړي، تروریستانو د ټولو ګټې له خطر سره مخ کړي دي او اوس یې وخت رسېدلی چې ملاتړ زیات شي او د تروریستي ډلو شاهدان نه اوسو."
په دغه سفر کې له ښاغلي عبدالله سره د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او یو شمېر نور چارواکي ملګري دي.
په پام کې ده چې په دغه ناسته کې د سیمې د نورو هېوادونو پر چارواکو سربېره د روسیې او چین له صدراعظمانو سره چې دغه هېوادونه د افغانستان په قضیو کې دخیل دي، هم ګډون وکړي.
اجرائیه ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ښاعلی عبدالله به د دغې ناسته په څنډه کې، د سیمې د هېوادونو له چارواکو سره په لیدو کتو سربېره، له یادو روسي او چیني چارواکو سره هم وویني.
د شانګهای سازمان د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له خوا، د څو اړخیزو امنیتي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو په هدف، جوړ شوی دی.
افغانستان، بلاروس، ایران او منګولیا په دغه سازمان کې د څارونکو رول لري.
افغانستان په دغه سازمان کې د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره، په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې، خپل وړاندیز ورکړی دی.
هند او پاکستان په ۲۰۱۷ مېلادي کال کې د دغه سازمان غړي شول.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې د اداري پلاوي ځینې غړي که څه هم د شانګهای سازمان مهم ګڼي خو وايي، د دغه سازمان دایمي غړیو ترې ډېره ګټه اخیستې خو افغانستان ته یې تراوسه کومه ښکاره ګټه نه ده رسېدلې.
د مشرانو جرګې دوهم منشي فیصل سمیع ازادي راډیو ته وویل:
"د دغه سازمان ډېره ګټه د یاد سازمان دایمي غړیو ته رسېږي، افغانستان یې تر اوسه پورې د دغه هېواد د وضعیت د ښه کېدو په برخه کې کومه ګټه نه ده رسېدلې."
ښاغلی سمیع ټینګار کوي چې افغانستان باید د دغه سازمان د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره ډیرې هڅې وکړي او ترڅنګ یې باید په نړیوالو سازمانونو کې خپل استقلالیت هم خوندي کړي.
راپور: خان محمد سیند