د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۳ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۱۵

کندزیان وايي هېڅ ډول ګواښ یې په ټاکنو کې له ګډونه نشي منع کولای


په‎دې وروستیو کې وسله‎والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې دوی د ولسي جرګي د ټاکنو د ناکامۍ لپاره له هر ډول مسلحانه او تعرضي تحرکاتو څخه ګټه اخلي.

خو د کندز یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو سره د خبرو پر مهال وویل چې هېڅ ډول ګواښ او ننګونې نشي کولای د ولسي جرګه په را روانو ټاکنو کې د دوی د ګډون مخه ونیسي او دوی جدي اراده لري چې په دغه ملي بهېر په براخه پېمانه برخه اخلي.

د دې ولایت درې تنو اوسېدونکو محمد خان، غلام رسول او فصل ربي په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"موږ په ټول قوت سره په ټاکنو کې برخه اخلو، د دښمن له هېڅ ډول تهدیده نه وېريږو، ځکه دا زموږ قانوني او مدني حق دی چې باید خپله رأی وکاروو.

-دا هسې یو تبلیغات دي چې طالبان یې کوي، خو موږ نور له دغه شان ګواښونو نه وېریږو او په ټاکنو کې حتمن برخه اخلو.

-موږ هېڅ وخت د طالبانو ګواښونه ته غاړه نه‎ږدو، ځکه د طالبانو ګواښونو ته تسلیمېدل وحشت او دهشت ته د لارې هوارولو معنا لري او دا زموږ حق دی چې باید په انتخاباتو کې ګډون وکړو او د خپل د خوښی کاندید ته رأی ورکړو."

دوی دغه راز له ټولو افغانانو غواړي چې پرته له وېرې او انديښنې د ولسي جرګي په ټاکنو کې ګډون وکړي او د خپل قانونې او سیاسي حق څخه ګټه واخلي.

په ورته وخت کې په کندز کې د پامير د شلمې فرقې قوماندان غلام مرتضي سروري وايي چې د افغان ګډو ځواکونو د ټاکنو د ترسره کولو لپاره شدید امنیتي تدابېر نېولي، څو خلک د امن په فضا کې په انتخاباتو کې برخه واخلي.

دی وايي:

"زه د شمال ختېځ زون د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو په استازېتوب د شمال ختېځ زون ولایتونو اوسېدونکو ته ډاډ ورکوم چې موږ د خپل تر پوښښ لاندې سیمو کې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره پوره چمتوالی نېولی او لا هم زموږ هڅې روانې دي."

له دې سره سم، په کندز کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سیمه‎ییز دفتر رئیس محمد رسول عمر وايي چې دوی د ټاکنو د ترسره کولو لپاره پوره چمتوالی نېولی او دغه راز خلک به هم په دغه بهېر کې په پراخه پېمانه برخه واخلي.

نوموړی وايي:

"په ولایتي دفتر کې ټول حساس مواد چمتو دي او ټول کارکوونکو خپل عملي کارونه پیل کړي دي، دغه راز د دغې پروسې د شفافیت لپاره د انتخاباتو کمېسیون هر ډول ضرورې او اړین کارونه په پام کې نېولي دي."

د معلوماتو پربنسټ، د روان کال د میزان میاشتې په ۲۸ مه د هېواد په کچه د ولسي جرګي ټاکنې ترسره کېږي او افغانان به په هېواد کې د یو سیاسي تحول شاهدان واوسي.

راپور: اجمل ارین-کندز

XS
SM
MD
LG