د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۸ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۳۹

انتخاباتو کمېسیون: ټول کسان پخپل اړوند محلونو کې د رای ورکولو حق‌ لري


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تینګار کوي چې د بایمیټریک سیسټم ترڅنګ به د انتخاباتو په ورځ د کمېسیون له خوا پخوانی وړاندې شوی سیسټم هم پرځای وي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات د پنشجنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د رایه اچونې په ورځ د رایې ورکونې بهیر د نوملړ له مخې ترسره کېږي او هېڅ چاته اجازه ورنه کړل شي چې له خپل اړوند محل پرته کوم چې نوم لیکنه یې په کې کړې ده، په بل محل کې رایه ورکړي.

نوموړي زیاته کړه:

" هغه کسان چې نوم يې په لست کې وي تذکره يې سټیکر ولري، نو د بایمټریک سیستم په وسیله کولای شي چې رایه ورکړي، او هغه کسان چې نوم يې په لسټ کې نه وي او تذکره يې سټیکر هم ونه لري د رایه اچولو حق نه لري."

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو لپاره نېږدې نهه میلیونه کسانو نوم لیکنه کړې ده.

که څه هم د سیاسي ګوندونو ادعا دا ده چې د رایه ورکونکو په ساده نوملړ کې درغلي شوې ده خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ډاډ ورکوي چې په دې برخه کې پوره شفافیت موجود دی.

سیاسي ګوندونو غوښتنه درلوده چې باید انتخابات د بایمیټریک سیسټم څخه په ګټې اخیستنې ترسره شي چې دا غوښتنه يې ومنل شوه او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په بایو میټریک سیسټم د انتخاباتو د ترسره کېدو اعلان وکړ.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د بایو میټریک سیسټم نه د استفادې تر اعلان وروسته یو شمېر خلکو ته په دې اړه پوښتنه پیدا شوه چې ایا اوس دوی کولای شي له خپل اړوند محل پرته په بل محل کې رایه وکاروي که کنه؟

تېره اوونۍ د افغانستان یو شمېر سیاسي ګوندونو او جریانونو غوښتنه وکړه چې باید د بایو میټریک سیسټم نه په ګټې اخیستنې له نوملړ پرته انتخابات ترسره شي.

په ورته وخت کې پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه هم ټینګار کوي چې د رایو ورکونکو د نوملړ جوړول د قانون غوښتنه ده او د قانون له مخې باید رایه ورکونه د نوملړ په وسیله ترسره شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ "فیفا" اجرائیوي مشر یوسف رشید ازادي راډيو ته وویل:

یوسف رشید
یوسف رشید

"زه پوهېږم چې دلته ډېری خلکو سټېکر نه دی اخیستی، نوم لیکنه يې نه ده کړې، مهاجر راستانه شوي دي او یا هم ورته زمینه نه وه برابره خو کمېسیون په لېست پورې محدود دی او چې لېست کې د چا نوم نه وي نه شي کولای د رایه اچونې حق ورکړي، که څه هم هغه اتلس کلن وي او تذکره ولري، خو دلته لېست د قانون مطابق اصل دی او بایومیټریک هغه څه دي چې یوازې د مرستندویه وسیلې په توګه ترې ګټه اخیستل کېږي نور نو په قانون کې اصلاً ځای نه لري."

د یادولو وړ ده چې د ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي او د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ټولو ولایتونو ته د حساسو او غیز حساسو انتخاباتي موادو د رسېدو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات به د روانې لمریزې میاشتې په ۲۸ نېټه ترسره شي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG