د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

افغانه سميرا اصغري د المپيک د نړيوالې کمېټې غړې ټاکل شوې


افغانه سميرا اصغري
افغانه سميرا اصغري

٢٤ کلنه افغانه، سميرا اصغري د المپيک د ٩ کسيزې نړيوالې کمېټې د نوې غړې په توګه وټاکل شوه.

د المپيک نړيوالې کمېټې رئيس پر دې مقام د سميرا د ټاکل کېدو هرکلى کړى دى.

سميرا اصغري چې ٢٤ کلنه ده، د المپيک نړيوالې کمېټې په هغو ٩ کسانو کې شامله ده چې د سې شنبې په ورځ د دې کمېټې د نويو غړو په توګه ټاکل شوي دي.

د دې کمېټې رئيس توماس باخ وويل:

"مېرمن اصغري په افغانستان کې د ښځو د سپورټ د ودې لپاره د پام وړ کارونه کوي."

توماس باخ
توماس باخ

د هغه په خبره سميرا اصغري د ښځو د باسکټبال د ټيم کپټانه وه چې وروسته‌يې د سپورټ په اداري برخه کې څو دندې پيل کړې.

مېرمن اصغري وويل:

"تاسې پوهېږئ چې د افغانستان په څېر هېواد کې په څو دلايلو کار کول اسانه نه‌دي."

هغې ويلي چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ورزشکارانو د راتلونکي لپاره به کار کوي، په ځانګړي ډول د افغانستان غوندې هېوادونو ته چې دغسې هڅو ته زياته اړتيا وي.

د فرانسې خبري اژانس په حواله په افغانستان کې د ښځينه ورزشکارانو وضعيت بهتر شوى دى.

سميرا اصغري ويلي، د افغانستان د المپيک کمېټې او د ورزش د امريت نه مننه چې له کبله‌يې په افغانستان کې د سپورټ وضعيت بهتر شوى دى.

اغلې اصغري په خپلو خبرو کې ويلي چې د افغانستان د المپيک له ملي کمېټې او د سپورټ له امريت سره‌يې کار کړى او کاري تجربه لري.

د المپيک نړيوالې کمېټې رئيس توماس باخ وويل، دا ډېره ښه خبره ده چې ورزشکاران ګوري د دوى غوندې ځوانان پر دې مقام ټاکل کېږي او د دوى سره د مرستې هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG