د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

یوې افغانې نجلۍ د المپیک د نړیوالې کمېټې غړیتوب تر لاسه کړ


د راپورونو له مخې سمیرا اصغري چې ۲۴ کلنه او د افغانستان د نجونو د باسکټبال د ټیم غړیتوب لري، د سې شنبې په ورځ د المپیک په نړیواله کمېټه کې د غړې په توګه انتخاب شوه.

د المپیک د نړیوالې کمېټې رئیس توماس باخ ویلي، سمیرا اضعري تر دې مخکې ښه ځلېدلې ده او په دې کمېټه کې یې غړیتوب منل په افغانستان کې د ښځو د ورزش د پیاوړتیا په خاطر دي.

سمیرا اضغري د هغو نهو کسانو په ډله کې وه چې ټولو د سې شنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د المپیک د نړیوالې کمېټې غړیتوب ترلاسه کړ.

XS
SM
MD
LG