د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

د محابسو رئیس: په افغان زندانونو کې ۷۵۰ تنه په اعدام محکوم شوي


نن د اکټوبر ۱۰مه د اعدام پر ضد نړیواله ورځ ده.

د اکټوبر ۱۰مه د اعدام پر ضد نړیواله ورځ په داسې حال کې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې لمانځل کېږي چې د افغانستان په زندانونو کې اوس‌مهال ۷۵۰ تنه په اعدام محکوم زندانیان موجود دي.

که څه هم د افغانستان د زندانونو او توقیف‌خانو عمومي رئیس عبدالحلیم کوهستاني د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د تلې ۱۸» له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه ډېر څه ونه‌ویل، خو زیاته‌يې کړه چې د افغانستان په زندانونو کې اوس‌مهال په بېلابېلو جرمونو تورن له ۳۵ نیولې تر ۳۶ زره زندانیان د بند شپې سبا کوي.

په افغانستان کې دغه شمېر کسان په داسې حال کې په اعدام محکوم شوي چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې په دې هېواد کې د اعدام په سزا د محکوم شویو زندانیانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان وايي، په افغانستان کې د مختلفو حکومتونو په واکمنۍ کې د عدلي او قضايي ارګانونو د ظرفیتونو د کموالي له امله داسې کسان هم اعدام شوي چې د اعدام د جزا مستحق نه‌وو.​لعل ګل لعل

د دغه سازمان رئيس لعل ګل لعل د چهارشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"له ۲۰۰۱ کال راپه دېخوا تر ډېره وخته پورې زموږ عدلي او قضايي ارګانونه د دې جوګه نه‌و چې په ځینو مهمو قضایاو کې هغسې چې د قوانینو تقاضا وه، څېړنې او قضاوتونه کړي وي، په هماغه وخت موږ د اعدامونو داسې ډېرې قضایا لرو چې ځیني مطلق بې‌ګناه کسان په اعدام محکوم او حکم پرې پلی شوی هم دی او که هر څوک د دې مثالونه غواړي موږ سره موجود دي."

ښاغلي لعل وویل، سره له دې چې په وروستیو کلونو کې د عدلي او قضايي ارګانونو د ظرفیتونو لوړولو ته کار شوی، خو څرنګه چې د اعدام موضوع د یو انسان د ژوند اخیستل دي باید په څېړنو، قضاوتونو او حکمونو کې یې له ډېره احتیاطه کار واخیستل شي.

د بخښنې نړیوال سازمان د ۲۰۱۷ کال په راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې د ۱۲ بندیانو د اعدام حکم صادر شوی وو، خو پر یو تن باندې دغه حکم عملي شو.

دغه سازمان وايي چې په ۲۰۱۶ کال کې څه باندې ۶۰۰ تنه په افغانستان کې په اعدام محکوم شوي وو چې له ډلې يې یوازې شپږ تنه چې په ترورېستي پېښو کې په لاس لرلو مجرم پېژندل شوي وو، د پلچرخي په زندان کې اعدام شول.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د عدلي او قضايي ارګانونو او بشر حقونو کمېسیون نظر هم واخلو، خو دوی د دغه ورځې په اړه یا خبر نه‌دي او یا هم نه‌غواړي چې رسنیو ته معلومات ورکړي.

په ورته وخت کې د حقوقي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي د نړۍ ځیني هېوادونه هڅې کوي چې د انسان اعدام په‌کې پلی نه‌شي، خو په افغانستان کې په ډېر احتیاط سره د دیني او مدني قوانینو له مخې عملي کېږي.​عبدالشکور دادرس

د دغو کارپوهانو له ډلې عبدالشکور دادرس ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ د جزا په پخواني قانون او هم په کوډ جزا کې، په هغو مواردو کې د اعدام حکم په پام کې نیول شوی چې د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرایم موجود وي او همدارنګه په هغو مواردو کې چې عمدي جنایات وي، په قانون کې ورته د اعدام سزا پیش‌بیني شوې ده."

د افغانستان د جزا قانون د ۱۷۰ مادې پر اساس هغه کسان چې د نسل وژنې، د دولت پر خلاف تجاوز، ترور او چاودنو، اختطاف او برمته کولو په جرمونو کې چې د خلکو د مړینې لامل وګرځي لاس ولري د اعدام په سزا محکومېږي.

د راپورونو له مخې روسیه، چین، سعودي عربستان او ایران د نړۍ هغه هېوادونه دي چې د خلکو اعدامول په‌کې ډېر دي او ځیني هېوادونه شته چې د اعدام پر ځای یې بدیلې سزاګانې لکه د اوږدې مودې او عمري بند او نورې فزیکي سزاګانې په پام کې نیولې دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG