د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

د پوهنې او مخابراتو وزاتونو د موبایل له لارې د ښوونکو د تنخواو قرارداد لاسلیک کړ


د افغانستان ښوونکو او د پوهنې کار کوونکو ته د موبایل مني د سیستم له لارې، د تنخواګانو د ورکړې په خاطر، د پوهنې او مخابراتو د وزارتونو ترمنځ تړون لاسلیک شو.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر د ښوونکو د تنخواګانو د ورکړې لپاره د "موبایل مني" سیستم بریالی ګڼي وايي، دغه سیستم پخوا تر دې هم په هېواد کې تجربه شوی او نتیجه‌یې مثبته ده.

شهزاد ګل اریوبي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د تلې ۱۷» د موبایل مني د سیستم له لارې د ښوونکو د تنخواګانو د ورکړې په اړه، د پوهنې له وزارت سره د تړون د لاسلیک کولو پر مهال وویل:

"له نېکه مرغه نن یو ستر ګام اخلو، دوه نوي تړونونه لاسلیک کوو چې د پوهنې د کارکوونکو په اړه دي، لومړی تړون له افغان بیسیم سره دی چې له مخې به‌یې په کابل کې ۴۳۰۰۰ ښوونکي خپلې تنخواګانې د موبایل له لارې اخلي او دوهم د روشن له شرکت سره دی چې د هرات، بلخ ،تخار، پکتیا، خوست، بدخشان او لغمان ولایتونو کې ۷۶۰۰۰ ښوونکي راجستر کوي."

شهزاد ګل اریوبي
شهزاد ګل اریوبي

د دغې پروسې له مخې دولتي کارکوونکي هلته چې بانکونه څانګې نه‌لري، د روشن مخابراتي شبکې د می مني څانګې ته ورځي او خپله تنخوا اخلي.

د مخابراتو وزیر وویل، ښوونکي د مخابراتي شرکتونو له لارې بایو مټریک او راجستر کېږي او په همدې سیستم‌یې تنخواګانې اجراء کېږي.

ښاغلي اریوبي وویل، په دې اړه د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره هم تفاهم شوی چې همدا اوس په کابل، بلخ، کندز، هرات، پکتیا او بدخشان ولایتونو کې د یاد سیستم له لارې د دغه وزارت کابو ۶۰۰۰ کارکوونکي تنخواګانې اخلي.

مخابرات وزارت
مخابرات وزارت

دغه تړونونه په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې د مخابراتو وزارت د مسؤلینو په خبره، دمګړۍ په پروان، ننګرهار او کندهار ولایتونو کي د پوهنې وزارت ۴۱۳۰ کارکوونکي، د افغان بیسیم او روشن د شبکو له لارې خپلې تنخواګانې اخلي.

د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي وویل، د تنخواګانو د ورکړې پر ډیجیټلي سیستم د ورکړې هدف دا هم دی چې د غیر مجازو پیسو مخه نیسي، معتمدین ترې حذفېږي، په کارونو کې سرعت او شفافیت رامنځته کېږي او د ښوونکو کره شمېره ترې معلومېږي.​

میرویس بلخي

نوموړي زیاته کړه:

"دوی په لیرې پرتو سیو کې پیام ترلاسه کوي او پوهېږي چې تنخوا یې رسېدلې ده، دوی بانکي اکونټ لري، نږدې بانګي څانګې ته ځي او تنخوا اخلي، مهم څه دا دي چې دوی د بایو مټریک او موبایل مني د سیستم له لارې د تنخوا د اخیستلو ډاډ هم حاصلوي."

افغان کارپوهان د ښوونکو د تنخواګانو په ورکولو کې دغه سیستم زیات اغېزمن نه‌ګڼي وايي، مخابراتي شبکې په ټول هېواد کې نه‌فعالې دي او نه سراسري دي.

د دغو کارپوهانو له ډ‌لې سیف‌الدین سیحون وايي، مخابراتي شبکې یوازې په کابل کې فعالې دي، خو په لیرې پرتو سیمو کې ممکن له ستونزو سره مخ شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG