د افغانستان د فوټبال غوره لیک سیالیو په لړ کې نن د سپین غر بازان او د اباسین څپې لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي.
دا د روانو سیالیو درېیمه لوبه ده چې د کابل پر وخت نن سې شنبه ماښام پنځه بجې او ۳۰ دقیقې پیلېږي.
د تېرې شپې په لوبه کې بیا د میوند اتلانو د هندوکش عقابانو لوبډلې ته ماته ورکړه.
یادې سیالۍ چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ پیل شوې، اته لوبډلې پهکې برخه لري چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي.
په الف ګروپ کې شاهین اسمايي، د سپینغر بازان، د اباسین څپې او موجهای امو او په ب ګروپ کې د هندوکش عقابان، د میوند اتلان، طوفان هریرود او سیمرغ البرز لوبډلې ځای لري.
دا سیالۍ هر کال د یو ملت یو شعار تر عنوان لاندې په کابل کې ترسره کېږي چې سږ کاليې اووم پړاو دی.