د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

د کرکټ په غوره لیګ سیالیو کې نن ننګرهار او کابل سیالي کوي


د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ سیالیو په شپږمه لوبه کې نن ننګرهار او کابل لوبډلې یو تر بله د سیالۍ ډګر ته وځي.

دا سیالي د افغانستان په وخت ۸ بجې په شارجه کې ترسره کېږي.

د کرکټ دغه سیالۍ چې تېره اوونۍ پیل شوي د بلخ، کابل، ننګرهار، پکتیا او کندهار په نومونو لوبډلې په‌کې برخه لري.

د افغان لوبغاړي محمد نبي په لوبډلمشرۍ د بلخ لوبډله تر دې دمه د دغو سیالیو مخکښه لوبډله ده چې د څلورو امتیازونو په درلودلو سره، د جدول په سر کې ځای لري.

کابل، پکتیا او ننګرهار هغه لوبډلې دي چې په خپلو ترسره کړو دوه دوه سیالیو کې يې تر دې دمه یوه یوه لوبه ګټلې، خو د اضغر ستانکزي په لوبډلمشرۍ د کندهار لوبډله لا نه‌ده توانېدلې چې کومه لوبه وګټي، ځکه نو د سیالۍ د جدول وروستی ټیم دی.

XS
SM
MD
LG