د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

فارن پالېسي: ايا امریکا بايد په افغانستان کې دایمي حضور ولري؟


  • سټارس اېنډ سټرايپس

سټارز اېنډ سټرايپس ورځپاڼې لیکلي چې طالبانو تر څو مياشتو سکوت وروسته د تلې د ۲۸مې نېټې د ولسي جرګې انتخابات غندلي دي.

په مقاله کې راغلي چې طالبانو خبرداری ورکړی چې راتلونکي انتخابات به ګډوډ کړي.

د مقالې د لیکوال په څېړنه، دا خبرداری په داسې حال کې دی چې افغان حکومت هم د امنيتي لحاظه او هم د سياسي لحاظه له ننګونو سره مخامخ دی.

سټارز اينډ سټرايپس: طالبانو خبرداری ورکړی چې راتلونکي انتخابات به ګډوډ کړي.
سټارز اينډ سټرايپس: طالبانو خبرداری ورکړی چې راتلونکي انتخابات به ګډوډ کړي.

له يوې خوا د طالبانو او داعش ډلې جګړه مارو حملې زياتې شوي او له بلې خوا نفوذ لرونکو څېرو د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره مخالفتونه زیات کړي.

له دې سره افغان حکومت ويلي چې د ولسي جرګې انتخاباتو ترسره کولو ته ژمن دی.

  • فارن پالېسي

ايا امریکا بايد په افغانستان کې دایمي حضور ولري؟

دا هغه پوښتنه ده چې فارن پالېسي د افغانستان په اړه په خپله مقاله کې مطرح کړې ده.

د مقالې ليکوال استدلال کوي چې د ويتنام غوندې، امریکا په افغانستان کې بند پاتې دی.

فارن پالېسي: د ويتنام غوندې، امریکا په افغانستان کې بند پاتې دی.
فارن پالېسي: د ويتنام غوندې، امریکا په افغانستان کې بند پاتې دی.

د ليکوال په باور، په افغانستان کې د امریکا حضور دوه مهمې ګټې خوندي کوي.

یو د پاکستان د اټمي وسلو محدود ساتل او بل هم د ترورېستانو د پناه ځایونو له‌منځه وړل.

د مقالې ليکوال ويلي چې واشنګټن کولای شي دا ګټې په افغانستان کې له دايمي حضوره پرته تر لاسه کړي.

وروسته لولو چې نه امریکا بريالۍ کېدای شي او نه هم له افغانستانه لاس اخيستلی شي ځکه که یو ځل بيا د افغانستان حکومت سقوط وکړي، ترورېستان به له هغه ځایه امریکا تهديدوي.

فارن پالېسي: که یو ځل بيا د افغانستان حکومت سقوط وکړي، ترورېستان به له هغه ځایه امریکا تهديدوي.

​په مقاله کې راغلي چې هره ستراتېژي چې له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه جوړېږي بايد هغه هېوادونه په نظر کې ونيسي چې د افغانستان له کړکېچ څخه په مستقيمه توګه اغېزمنېدای شي.

د فارن پالېسي د مقاله ليکونکي په وينا امریکا بايد له افغانستانه د وتلو په اړه له چين سره مذاکرات پيل کړي چې په دې اړه هماهنګي وي څو د سیاسي خلا احتمال ډېر کم پاتې شي.

XS
SM
MD
LG