د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۲۴

سپېدار: اندونیزیا ته د اجرائیه رئیس په سفر کې په بېلابېلو برخو کې هوکړې شوي

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، عبدالله عبدالله اندونیزیا ته د ده د سفر پر مهال د هغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له مسؤلینو غوښتي چې په افغانستان کې د زېربنايي منابعو د ارزولو او په‌کې د پانګونې لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

د افغانستان اجرائیه ریاست اندونیزیا ته د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سفر له لاسته راوړنو ډک ګڼي او وايي، په دغه سفر کې له اندویزیايي مسؤلینو سره په بېلابېلو برخو، په تېره په اقتصادي برخه کې یو لړ هوکړې شوې دي.

د دغه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د تلې ۱۵» وايي، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله اندونیزیا ته د خپل سفر پر مهال د هغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مسؤلینو غوښتي چې په افغانستان کې د پانګونې په نیت یو ځل افغانستان ته سفر وکړي.

امید میثم
امید میثم

دی زیاتوي:

"اجرائیه رئیس د هغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلینو ته بلنه ورکړې چې کابل ته راشي، کانونه، قیمتي ډبرې، برښنا او زېربناوې وارزوي او په‌کې پانګونې وکړي چې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا شاهدان شو."

ده وویل، په پام کې ده چې په افغانستان کې د اندونیزیا او په اندونیزیا کې د افغان تولیداتو مارکېټونه جوړ شي چې تولیدات یو بل ته صادر کړي.

عبدالله عبدالله تېره اوونۍ د اندونیزیا د ولسمشر د مرستیال د بلنې له مخې، د دوه ورځو لپاره هغه هېواد ته سفر وکړ.

د اجرائیه ریاست د معلوماتو له مخې، اجرائیه رئیس په دغه سفر کې له اندونیزیايي لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته کړي او یو لړ سیاسي او اقتصادي هوکړې یې ورسره کړې دي.

د اقتصادي چارو پوهان په هېواد کې بهرنۍ پانګونې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهمې ګڼي.

د دغو کارپوهانو له ډلې استاد مسعود په هېواد کې د بهرنیو پانګونو لپاره د لازمو زمینو په برابرولو ټینګار کوي.

نوموړي وویل:

"که پانګونې ته د دغو شرایطو برابرول چې قوانین، د پانګونې خوندیتوب او بیمه په‌کې شامله ده، موجود وي او موږ دغه اسانتیاوې برابرې کړو، د بهرنۍ پانګې د جلبولو لپاره مؤثرې دي."

ښاغلی مسعود د کورنۍ پانګونې لپاره د هېواد روان وضعیت ستونزمن ګڼي او وايي، حکومت ته په‌کار ده چې بهرنۍ پانګونې ته د شرایطو د برابرولو تر څنګ، کورنیو پانګه‌والو ته هم د ځمکو، اوبو او برښنا اسانتیاوې برابرې کړي.

راپور: خان محمد سیند

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG