د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

د ګډو رزمي ورزشونو روسي اتل نورمحمدوف ایرلنډي اتل مک ګریګور ته ماته ورکړه


د ګډو رزمي ورزشونو روسي اتل حبیب نورمحمدوف نن سهار د امریکا په لاس ویګاس ښار کې په یوه هیجاني، خو لانجمنه لوبه کې ایرلنډي اتل کانر مک ګرګور ته ماته ورکړه.

د امریکا د نیوادا ایالت په لاس ویګاس ښار کې نن سهار د MMA اتل حبیب نورمحمدوف خپل سیال کانر مک ګرګور ته ماتې ورکړه او پرې یې نه‌ښود چې په سپک وزن کې د ګډو رزمي ورزشونو د نامتو سازمان «UFC» د اتلولۍ لقب یو ځل بیا ترلاسه کړي.

نورمحمدوف د لوبې په ټول جریان کې پر مک ګرګور برلاسی و او د څلورم روند په نیمايي کې یې په یو سبمېشن حرکت سره د هغه ورمېږ په خپلو مټو ټینګ کړ چې په نتیجه کې یې مک ګرګور د تسلیمۍ اشاره ورکړه او ریفري د لوبې پای اعلان کړ.

خو د ده دا بریا ډېر ژر له ټولو هېره شوه، ځکه چې په لوبغالي کې د دواړو ټیمونو ترمنځ لانجه جوړه شوه.

کله چې نورمحمدوف په اته ګوټه‌ییز قفس کې دننه خپل لاسونه د بریالیتوب په دود د خپلو مینه‌والو خوا ته اوچت کړل، ناڅاپه‌یې د قفس د جالۍ له پاسه ټوپ کړل او د مک ګرګور د ټیم پر یوه غړي یې حمله وکړه چې له دې سره په تالار کې ګډوډي پېښه شوه، خو هغه مهال چې پولیسو د نظم راوستو هڅه کوله، د نورمحمدوف دوه مینه‌وال قفس ته ننوتل او پر مک ګرګور یې چې بې‌حاله د قفس پر غولي ناست و، ګوزارونه وکړل.

دواړه اتلان د پولیسو په بدرګه له لوبغالي وایستل شول او شېبه وروسته د «UFC» مشر ډانا وایټ په یوه خبري غونډه کې وویل چې پولیسو د نورمحمدوف د ټیم درې غړي ونیول، خو بیا یې خوشې کړل، ځکه مک ګرګور نه‌غوښتل چې د هغوی پر ضد دعوه وکړي.

وایټ زیاته کړه چې د نیوادا ایالت د سپورت کمېسیون د دې جریان وېډیويي تصویرونه له دوی څخه ترلاسه کړي او د پېښې په اړه تحقیقات روان دي.

«UFC» که څه هم نورمحمدوف په لوبه کې بریالی اعلان کړ، مګر هغه ته‌یې د اتلولۍ د مخصوص کمربند له ورکولو ډډه وکړه.

وایټ وویل، اوس نو د نیوادا د سپورت په کمېسیون پورې اړه لري چې پر نورمحمدوف نور بندیزونه هم لګوي کنه.

نورمحمدوف د لوبې له پای ته رسېدو ډېر ځنډ وروسته په یوه خبري غونډه کې پر خپل عمل پښېماني څرګنده کړه.

هغه وویل، دی پوهېږي چې دا کار سم نه‌و او ځکه بخښنه غواړي، خو ده د لوبې په درشل کې د مک ګرګور د ناسم سلوک او سپکو سپورو یادونه وکړه او ویې‌ویل چې همدا ترخې خبرې وې چې د دواړو ټیمونو ترمنځ‌یې دښمني وزېږوله.

نورمحمدوف د روسیې په داغستان جمهوریت کې چې اکثر وګړي یې مسلمانان دي، زېږېدلی دی.

هغه پر مک ګرګور تور ولګاوه چې له لوبې مخکې یې ده ته سپکې سپورې ویلي دي.

دی وایي:

"نه‌پوهېږم خلک ولې په دې اړه خبرې کوي چې ما د قفس له سره ټوپ وواهه، ولې په دې اړه څه نه‌وايي چې مک ګرګور زما دین یادوي، زما هېواد او زما پلار یادوي، هغه په بروکلین ښار کې زموږ بس مات کړ او څو کسان‌یې په مرګ ووهل، په دې اړه ولې څوک څه نه‌وايي؟ ولې خلک یوازې دا خبره یادوي چې ما د قفس له سره ټوپ وواهه."

«MMA» یو ډېر خطرناک او له تشدد ډک سپورت دی او اړوند نړیوال سازمانونه‌یې له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې له پرله‌پسې هڅو سره سره نه‌دي توانېدلي چې دا سپورت، د بوکس او غېږو نیولو په څېر د اصلي او منل شویو سپورتونو په ډله کې شامل کړي.

XS
SM
MD
LG