د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

د انتخاباتو کمېسیون: شااوخوا ۱۹۲ تنه نوماندان په ګوندونو پورې اړه لري


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، ولسي جرګې ته د کاندیدانو له موجوده شمېرې شااوخوا ۱۹۲يې په ګوندونو پورې اړه لري.

دغه کمېسیون وايي، د ولسي جرګې ۲۴۹ څوکیو ته له ۲۵۵۶ ولاړو کاندیدانو یوازې نږدې ۲۰۰ کسان داسې دي چې د دوی د موندنو له مخې، په ګوندونو پورې اړه لري.

د یاد کمېسیون ویاند او کمېشنر سید حفیظ‌الله هاشمي د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د تلې ۱۵» ازادي راډيو ته وویل، کمېسیون د ګوندونو او سیاسي جریانونو د وړاندیزونو او څارنې په برخه کې ونډې ته د درناوي په نظر ګوري.

سید حفیظ الله هاشمي
سید حفیظ الله هاشمي

دی وایي:

"د ګوندي کاندیدانو شمېر شاید زیات وي، خو ډېرو کاندیدانو خپل ځانونه خپلواک ښودلي، په ټوله کې په ۲۵۵۶ کسانو کې چې موږ د ګوندونو په نوم څوک پیدا کړي، هغه ۱۹۲ کاندیدان دي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د سترو سیاسي ګوندونو له‌خوا تل د ګوندي انتخاباتو او په انتخاباتو کې د دوی د فعاله ونډې غوښتنه بیا بیا مطرح شوې ده.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دا هم وايي چې ممکن د ګوندونو او سیاسي جریانونو له‌خوا د کاندیدانو شمېره لوړه وي، خو ډېرو کاندیدانو په دغه بهیر کې خپل ځانونه خپلواک نومولي دي.

په افغانستان کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په لړ کې سیاسي ګوندونو غوښتنه کوله چې د انتخاباتو بهیر باید بایو مټریک وي، سیاسي ګوندونو او ائتلافونو ته دې د څار د بشپړې زمینې د برابرولو تر څنګ، په انتخاباتو کې د ګوندونو ونډه ډېره شي.

دا ګوندونه اوس په ملي ائتلاف کې سره راغونډ شوي چې په وینا يې، ۳۵ ګوندونه د دوی د دغو غوښتنو ملاتړ کوي.

د ملي ائتلاف یوه ویاند فضل‌الرحمان اوریا ازادي راډیو ته وویل، د راتلونکو انتخاباتو په اړه د دوی دوه غوښتنې منل شوي او په راتلونکي کې به د ګوندونو ونډې ته هم پام وشي.

فضل الرحمان اوریا
فضل الرحمان اوریا

نوموړي وویل:

"د سیاسي ګوندونو او ائتلافونو غوښتنه دا وه چې سیاسي ګوندونه او ائتلافونه په انتخاباتو کې بشپړ ګډون ولري او خپل نوماندان د ګوند له لارې معرفي کړي، خو له بده مرغه حکومت زموږ غوښتنې ته په دې اړه مثبت ځواب ورنه‌کړ، نو د انتخاباتو په اوسني بهیر کې خپلواک او انفرادي نوماندان شتون لري او ګوندونه په رسمي ډول په‌کې شامل نه‌دي."

دی وايي، له دې سره ګوندونه غواړي چې د میزان د ۲۸مې له انتخاباتو به نږدې څارنه وکړي.

د ښاغلي اوریا په خبره، تر ډېره خپلواک نوماندان هم د بېلابېلو سیاسي جریانونو ملاتړ لري چې په ولسي جرګه کې به بیا د خلکو تر څنګ، د دوی استازیتوب هم کوي.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت‌الله حکمت وايي، په پټه کې ډېر ګوندونه د ځينو کاندیدانو تر شا ولاړ دي، خو پر ګوندونو د خلکو بې‌باوري او له حکومت سره د ګوندونو ټکر د دې لامل شوی چې دغه بهیر تر ډېره خپلواک رنګ ولري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG