د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ناامنیو ډېرېدو د مشرانو جرګې د غړو اندېښنې هم زیاتې کړې دي.
دوی ټينګار کوي چې حکومت باید په هغه ولایتونو کې کوم چې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي د ناورین د تکرار مخه ونیسي.
د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د یکشنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د تلې ۱۵» په عمومي غونډه کې پهدې اړه د سناتورانو تر اندېښنو څرګندولو وروسته له امنیتي بنسټونو وغوښتل چې د خلکو د سر او مال د ساتنې په هدف جدي اقدامات وکړي.
نوموړی وايي:
"زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې د خلکو د ساتنې په برخه کې جدي واوسي، دا واقعاً د خطر زنګ دی، د څه په اړه چې تاسې اندېښنه لرئ موږ يې هم اندېښمن کړي یو، تاسې په حقه یاست او نور له دې وضعیته ستړي شوي یو او حکومت باید دې وضعیت ته جدي پام واړوي."
په هېواد کې د ناامنیو د ډېرېدو په اړه پهداسې حال کې دا اندېښنې زیاتېږي چې همدا تېره شپه د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د سقوط خبرونه خپاره شول.
د راپورونو له مخې د سیداباد پر ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو تر حملې وروسته د کابل کندهار لویه لار هم د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د سناتورانو په وینا، د دغې حملې له امله د میدان وردګ ولایت په ګډون په غزني، پکتیا او لوګر کې برښنا قطع شوې او مخابراتي شبکو هم کار پرېښی دی.
سیداباد، د کابل-کندهار په لویه لاره پرته د میدان وردګ یوه مهمه ستراتېژیکه ولسوالۍ ده.
د مشرانو جرګې یوې غړې ګلالۍ اکبري وویل، له کابل سره د نږدې ولسوالیو امنیت هم د پخوا په پرتله خراب شوی او که دغه وضعیت ته پام ونهشي، دا د کابل د امنیت لپاره د خطر یو زنګ دی.
اغلې اکبري زیاته کړه:
"په رښتیا هم چې په ټول هېواد کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی، تاسې وګورئ د سیداباد ولسوالۍ سقوط وکړ، له مرکزه نیولې تر ولایتونو پورې وضعیت ښه نهدی، په لوګر او میدان وردګ کې جګړه د کابل لپاره یو ګواښ دی، حکومت باید ډېر ونهنازېږي، ځکه نهشي کولای امنیت تأمین کړي."
خو د افغانستان دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید وايي چې دا مهال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې تصفیوي عملیات روان دي او امنیتي ځواکونه پهدغو عملیاتو کې ښې لاسته راوړنې هم لري.
ښاغلي جاوېد زیاته کړه:
"هېڅ ډول اندېښنه نهشته، هغه څه چې سناتورانو ویلي سم نهدي، زموږ امنیتي ځواکونه له ښه موراله برخهمن دي او ښې لاسته راوړنې هم لري. په ۱۳ ځایونو کې مو د دوی پټنځایونه لهمنځه وړي او سلګونو تنو تهیې مرګ ژوبله اوښتې ده."
بلخوا د مشرانو جرګې بل سناتور جمعه دین ګیانوال بیا وايي چې حکومت باید پرې نهږدي چې له افغانستان نه دوهمه سوریه جوړه شي او خپله جنګي ستراتېژي باید بدله کړي.
راپور: اکرامالله اکرام