د افغانستان د بدن ښکلا فدراسیون لوبغاړو د اسیا په ۵۲م پړاو سیالیو کې د سپينو زرو او برونزو مډالونه ګټلي.
د افغانستان د بدن ښکلا فدراسیون وايي، لوبغاړي يې د اسیا په ۵۲م پړاو سیالیو کې ښه ځلېدلي دي.
دغه لوبې چې د هند په پونه ښار کې پیل شوي او د اکټوبر له پنځمې پیل او تر ۱۰مې به دوام ولري، افغان لوبغاړي پهکې وتوانېدل چې د بېلابېلو مډالونو په ترلاسه کولو سره ښه وځلېږي.
په دغو سیالیو کې حمیدالله رستمي د سپینو زرو، حمیدالله خوشدل او عبدالحلیم احمدي د برونزو مډالونه او احمد مرید پنځم مقام ترلاسه کړ.
دغه سیالۍ د پاراباډي بلډنک، فټنس، فزیکي اتلتیک برخه کې ترسره شوي دي.