د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

د هېواد په شمال کې د روسیې له خوا د ځينو قوماندانانو د تجهیز په اړه تازه څرګندونې!


د ولسي جرګې ځيني غړي او يو شمېر افغان کارپوهان وايي، روسیې د افغانستان په شمال کې ځیني پخواني قوماندانان تجهیز کړي دي.

دوی ادعا کوي چې روسیه د هېواد په شمالي ولایتونو کې يو شمېر مشخصو کسانو ته پیسې او وسلې ورکوي.

د ولسي جرګې غړي نذیر احمدزي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دې ادعا د اثبات لپاره کافي اسناد او شواهد لري.

د نوموړي په خبره، امنیتي ارګانونه، حکومت او د امنیت شورا د دغو مرستو په اړه پوره معلومات لري.

نذیر احمدزی
نذیر احمدزی

دی وایي:

"د دغو کسانو له ډلې ځينو سره یې روسیې د پیسو او وسلو مرستې کړي دي، له پخوانيو قوماندانانو یې بیا ملاتړ کړی او د روسيې د مداخلو بحث پټ نه، بلکې ښکاره دی."

له دې وړاندې هم ځينو افغان چارواکو په افغانستان کې د روسیې له ورته مداخلو پرده پورته کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د افغانستان د سیاسي او حقوقي مطالعاتو په بنسټ کې ویلي چې د امریکا او روسيې اختلافات د افغانستان په لوري د حرکت په حال کې دي.

په افغانستان کې بیا روسیه له اسلامي دولت ډلې له نفوذه په وېره کې ده چې په وینا یې امریکا يې پر وړاندې جدي نه ده، خو امریکا بیا تور پورې کوي چې روسیه په افغانستان کې له وسله والو طالبانو څخه پوځي او مالي ملاتړ کوي.

افغان چارواکو بار بار دا ویلي، هغه وسلې چې د جګړې پر مهال له طالبانو د جنګ په میدانونو کې پاتې کېږي، د روسیې جوړ دي.

خو روسي چارواکو له طالبانو سره د مرستې موضوع رد کړې او یوازې دا یې منلې چې له طالبانو سره تماس لري.

روسان له پخوا راهیسې د امریکا له متحدو ایالتونو سره په تقابل کې دي او په وروستي مورد کې په سوریه کې سره مخامخ شوي دي.

له بلې خوا د سیاسي او پوځي چارو کارپوهان اسدالله ولواجي او عیتق الله امرخېل وايي، هغه کسان چې روسیه یې ملاتړ کوي، هغو هېوادونو ته ډېر سفر کوي چې د روسیې تر تسلط لاندې دي.

دوی زیاتوي:

"ډیری کارونه یې استخباراتي دي، له پخوانیو قوماندانانو او نویو کسانو سره کار کوي او د روسیې ترڅنګ، ازبکستان او تاجکستان استخباراتي فعالیتونه کوي."

"هغه قوماندانان چې اوس وسلې لري او په واک کې دي، له دوی سره اړیکې لري او دا کومه پټه خبره نه ده او دوی په ازاده توګه ازبکستان او جکستان ته تګ راتګ کوي."

ومو غوښتل چې د دغو اندېښنو په اړه د حکومت او یا د امنیتي او دفاعي بنسټونو نظر هم ولرو، خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

کارپوهان وايي چې افغانستان باید په نړیوالو اړیکو کې خپل استقلالیت وساتي، که نه لېرې به نه وي چې افغانستان د سوریې په برخليک اخته شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG