د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۳۰

د افغان کرکټ د غوره لیګ سیالیو د پرانيستې له مراسمو د ځينو ورزشي بنسټونو ناخوښي


له افغان ورزشه د څار يو شمېر بنسټونه وايي، د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ سیالیو د پرانيستې په مراسمو کې نړیوالو ته د افغانستان ښه تصویر وړاندې نشو.

له افغان ورزشه د څار يو شمېر بنسټونه او ورزشي کارپوهان د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ سیالیو د پرانيستې له مراسمو خوښ نه دي.

دوی که څه هم د دغه ليګ پرانيسته د افغانانو لپاره يوه ښه لاسته راړونه بولي، خو ټینګار کوي چې د دغه لیګ د پرانيستې مراسمو تر ډېره وطني رنګ او خوند نه درلود.

په دُبۍ کې د افغان کرکټ د غوره لیګ سیالیو د پرانیستې د مراسمو یو انځور
په دُبۍ کې د افغان کرکټ د غوره لیګ سیالیو د پرانیستې د مراسمو یو انځور

دا چې ولې د دغو سیالیو د پرانيستې مراسم پيکه او کمرنګه وو، لامل یې د افغانستان د ورزشي خبریالانو د فدراسیون رئیس سایر ځلاند داسې بیانوي:

"د پرانېستې مدیریتي ټیم ونشو کولای چې نړیوالو ته دا وښيي چې دا د افغانستان لیګ او د افغانستان استازېتوب کوي، دا شان په کور دننه هم افغانانو په کې د خپل کلتور او ژوند تصویر و نه لید چې لامل یې تر ډېره مدیریتي ضعف دی."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ غوره لیګ سیالیو د لومړي پړاو د پرانيستې مراسم تېره شپه په متحده عربي اماراتو کې ترسره شول او د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي د دغه لیګ پرانيستل کېدل له ټاپي پروژې وروسته، د افغانانو لپاره تر ټولو لویه پروژه وبلله.

ښاغلي فضلي ویلي، ښايي دا لیګ د کال دوو لپاره زیات ښه نه وي، خو په خبره یې چې په راتلونکو کلونو کې به لا رنګین او د عاید يوه ښه سرچینه به وي.

د افغانستان د کرکټ غوره لیګ سیالۍ چې د اکټوبر له پنځمې د همدې میاشتې تر ۲۱ مې پورې په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي، په کې لسګونه افغان او بهرني لوبغاړي ګډون لري چې يوازې افغان لوبغاړي به له دغه لیګه نېږدې يو میليون ډالر ترلاسه کړي.

له دې وړاندې د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلینو ویلي وو چې له دغه لیګه به هر کال لږ تر لږه شپږ لکه ډالره عاید ترلاسه کړي.

د دغه لیګ پنځه لوبډلې د کابل، ننګرهار، پکتیا، کندهار او بلخ په نومونو نومول شوي چې پنځه واړه يې بهرنیو پانګوالو په ځانګړې توګه، هندي کمپنیو پيرلې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ورزشي خبریالانو سازمان مرستیال سمیع الله پام هم په دې نظر دی چې د دغه لیګ د پرانيستې په مراسمو کې باید د افغانستان کلتور او ژبې ته ډېره ونډه ورکړل شوې وای

ښاغلی پام وایي:

"له هغه څه چې موږ اندېښنه لرله، همغسې وشول، د افغانانو برخه په کې ډېره کمه وه، په هغه ډول چې باید د دغه لیګ له لارې د افغانستان ژبې او کلتور ته انعکاس ورکړل شوی وای، ورنه کړل شو، ما پخپله په کې دا احساس کړه چې زموږ د ژبې او زموږ د فرهنګ کموالی پکې دی او دا تشه باید ډکه شوې وای."

خو له دې ټولو سره سره د ورزشي چارو کارپوه جاوید همیم کاکړ بیا په دې باور دی چې دا د دې لیګ لومړی ځل و، نو ځکه ستونزې پکې ډېرې وې او ښايي په راتلونکې کې دغه ستونزې هوارې او د پردي کلتور او ژبې پرځای، افغاني کلتور او فرهنګ ته ډېر ځای ورکړل شي.

په همدې حال کې د افغانستان د کرکټ بورډ میډيا منیجر عبدالله پکتیانی هم مني چې د دغه لیګ د پرانيستې مراسمو ځينې نیمګړتیاوې لرلې چې په خبره یې، په راتلوکې کې به دوی د دغو تشو ډکولو ته پام کوي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG