د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۳

افغان ښوونکي وايي لاهم له اقتصادي ستونزو ځورېږي


په افغانستان کې د ښوونکي ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د دغه هېواد ډېری ښوونکي له اقتصادي ستونزو ځورېږي.

د دغو ښوونکو له ډلې یوه هم رڼا ده.

رڼا وايي، کومې پیسې چې دوی ته په میاشتني ډول د تنخا په توګه ورکول کېږي، د دوی د کورنیو لګښتونو لپاره بسنه نه کوي:

یوه افغان ښوونکې
یوه افغان ښوونکې

"دا معاش د لارې کرایه هم نه کېږي هغه خو بیا پرېږده چې موږ خپلو بچیانو سره د تحصیل یا خوړو په برابرولو کې مرسته وکړو."

افغان ښوونکې شکایت کوي چې حکومت له دوی سره کړې ژمنې نه دي عملي کړي او دوی له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

ښوونکې سعدیه وايي:

"ستونزه داده چې د پارلمان وکیلان او وزیران چې کوم معاش اخلي که نیمايي هم ښوونکو ته ورکړل شي ژوند به یې بدلون وکړي،حکومت زموږ سره تل د معاشونو د لوړولو او دغه شان د نمرو د وېش ژمنې کړي خو تراوسه عملي شوي نه دي."

دا په داسې حال کې ده چې حکومتي چارواکو په ځانګړي ډول افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کراتو په افغانستان کې د ښوونکو د وضعیت د ښه کېدو په برخه کې ژمنې کړي دي.

د میزان دیارلسمه نېټه هر کال په افغانستان د ښوونکو د ورځې په توګه لمانځل کېږي او په دغه ورځ د ښوونکې د معنوي ارزښت د درناوي لپاره ځانګړي غونډې جوړېږي.

د شنبې په ورځ په کابل کې د ښوونکي د ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي ټينګار وکړ چې د ښوونکو معاشونه او امتیازات به لوړوي.

ښاغلي بلخي وویل، د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ښوونکو ته ۹۸ ښارګوټي په پام کې نیول شوي چې ډېر ژر به وویشل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"په عمومي ډول به د ښوونکو په معاشونو باندې به بیا کتنه وشي او د دوی تنخواګانې به د بانکي سیسټم له لارې ورکول کېږي، همدارنګه ښوونکو ته په ۲۸ ولایتونو کې ۹۸ ښارګوټي په پام کې نیول شوي چې ډېر ژر به د کابینې له لوري تصویب او اجرات وشي."

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال صدیق پتمن وايي، د ښوونکو د ذهني ارامتیا پرته به د زده‌ کوونکو ښوونیز نصاب له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

دی سپارښتنه کوي چې د روانو ستونزو د هواري لپاره باید کوټلې ګامونه واخیستل شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG