د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

سعودي وايي له امریکا سره د تېلو په برخه کې خپل ژمنه عملي کوي


د سعودي عربستان وليعهد وايي، له امريکا سره خپل هغه ژمنه عملي کوي چې د نړۍ د تېلو د توليد د زياتولو په برخه کې يې کړې وه.

د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان له بلومبرګ شبکې سره په هغه مرکه کې چې پرون خپره شوې وويل:

سلمان: موږ يعنې سعودي عربستان به د اړتيا وړ تېلو د عرضې ډاډ ورکوو
سلمان: موږ يعنې سعودي عربستان به د اړتيا وړ تېلو د عرضې ډاډ ورکوو

"هغه غوښتنه چې امريکا له سعودي عربستان او د اوپيک سازمان له نورو غړو هېوادونو کړې وه دا وه که چېرې د ايران د تېلو عرضه له لاسه ورکوو، موږ يعنې سعودي عربستان به د اړتيا وړ تېلو د عرضې ډاډ ورکوو."

شهزاده سلمان وويل، اوپيک سازمان په وروستيو کې د تېلو توليد په ورځ کې يو نيم مليون بېرله نور هم زيات کړ، دا د ايران د تېلو د کم شويو توليداتو دوه برابره اندازه ده.

د ايران له خوا په ورځ کې د ٧سوه زره بېرله تېلو توليد د دغه هېواد د تېلو پر سکټور د امريکا د هغو بنديزونو له مخې کم شو چې په پام کې ده راتلونکې ميلادي مياشت عملي شي.

د سعودي عربستان وليعهد وويل:

"په وروستيو کې د ايران د هر بېرل تېلو د کمېدو په بدل کې موږ دوه بېرله تېل صادروو، موږ خپل کار کړى."

خو له دې مسئلې سره- سره د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تور لګوي چې د تېلو د صادروونکو هېوادونو سازمان يا اوپيک روان کال د تېلو بيې تر حد زياتې لوړې کړي.

د ښاغلي ټرمپ ادارې ژمنه کړې وه چې د ايران د تېلو ټول صادرات به بندوي.

د تېلو د توليد زياتېدل ونه توانېدل روانه اوونۍ د برنت په نوم د اومه تېلو د بيې د لوړېدو مخه ونيسي، د لندن په بازارونو کې د دغو تېلو د يوه بېرل بيه ٨٦ ډالرو ته ورسېده چې په تېرو څلورو کلونو کې تر ټولو لوړ حد دى.

د اوپیک سازمان غړو هېوادونو غونډه
د اوپیک سازمان غړو هېوادونو غونډه

د تېلو تجاران وايي دوى اندېښمن دي ځکه سعودي عربستان د خپلو تېلو توليدات په کافي اندازه په چټکۍ نه زياتوي چې دا کار ښايي ونه کړاى شي هغه خلا چې د ايران د تېلو د توليد د کمېدو په نتيجه کې راغلې ډکه کړي.

د سعودي عربستان وليعهد شهزاده سلمان بلومبرګ شبکې ته ويلي، سعودي عربستان اوس په ورځ کې ١٠ میليونه اووه لکه بېرله تېل توليدوي چې تقريباً تر ټولو لوړ حد دى، خو د ده په خبره د مارکېټ له تقاضا سره سم پر دغې اندازې په ورځ کې ١٣ لکه بېرله نور توليد هم ورزياتولاى شي.

XS
SM
MD
LG