د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد نن شنبه پاکستان ته ورسېږي


د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی د افغانستان د سولې په اړه پاکستان، افغانستان او نورو ښکېلو هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد سفر مهم ګني.

ټاکل شوې چې نن شنبه د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته ورسېږي.

د دغه سفر په اړه په افغانستان کې باورونه دا دي چې دا سفرونه او ناستې باید د تېر په څېر نمایشي نه وي او د امریکا له خوا جدي ونیول شي.

د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په افغانستان کې د سولې هڅو ته تر ډېره د شک په سترګه کتل کېږي، خو په خبره یې، دا چې دا سفر د افغانستان په موضوع کې ټولو ښکېلو هېوادونو ته په پرله پسې ډول پلان شوی، تمه ده چې هیله بښونکی وي.

اصف صدیقي
اصف صدیقي

دی وایي:

"افغان ولس له دغو غونډو او سفرونو ډېر ستړی شوی، اوس مو غوښتنه دا ده چې زلمي خلیلزاد ته ښه صلاحیت هم ورکړل شي او ترې ملاتړ وشي، ځکه چې پیاوړی سړی دی، اوس مهمه دا ده چې دوی د سولې لپاره باورونه وساتي، نه دا چې یوازې سفر وشي او غونډې جوړې شي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د ځينو کورنیو رسنیو په حواله، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره نن اسلام اباد ته رسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې چهارشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د سولې پروسه د جاج اخيستلو لپاره يې ځانګړی استازی کابل، اسلام اباد، ریاض، کوېټ او دُبۍ ته سفر کوي.

د ښاغلي خلیلزاد د سفر دا لړۍ لس ورځنۍ ښودل شوې ده.

خو ښاغلی صدیقي وايي چې دا هر څه باید له افغانانو سره په همغږۍ تر سره شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا بیا د امریکا په تېره بیا د زلمي خلیلزاد له خوا د سولې لپاره روانې هڅې همغږې ګڼي او وايي، دا هڅې د سولې د خبرو د عملي پیل لپاره د زمینې برابرولو په هدف تر سره کېږي.

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

د یادې شورا ویاند سید احسان طاهري ازادي راډیو ته وویل:

"دا کارونه چې اوس کېږي، د ګډې طرحې له مخې تر سره کېږي، بې له شکه مونږ دا وخت د سولې د پروسې چټکتیا ته اړتیا لرو او هیله لرو چې دوی دا کار وکړي."

ښاغلی طاهري وايي، اوس د طالبانو او حکومت تر منځ د سولې د خبرو لپاره تر بل هر وخت ښه فضا رامنځته شوې او دوی هیله مند دي چې د سیمې هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد سفر به عملي اقداماتو ته لار هواره کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG