د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

واشنګتن پُسټ: ایریک پرنس د افغان جګړې د خصوصي کولو زور وهي


  • واشنګتن پُسټ

واشنګتن پُسټ لیکي چې ایریک پرنس د افغان جګړې د خصوصي کولو زور وهي.

په مقاله کې راغلي د ایریک پرنس له خوا د افغان جګړې د خصوصي کولو له وړاندیزه یو کال تیریږي چې د ټرمپ د ادارې له خوا رد شوی خو دی تېره میاشت کابل کې و.

ورځپاڼه لیکي د بلک واټر موسس ایریک پرنس د ولسمشر اشرف غني د ادارې دننه او بهر له با نفوذه سیاستوالو سره خبرې هم کړي.

خو افغان ولسمشر د جمعې په ورځ بلخ ته تللی و چېرته چې ده په خپله وینا کې یو ځل بیا د افغان جګړې د خصوصي کولو کلک مخالفت وکړ او ویې ویل چې په زرو کلونو کې به هم د افغانستان جګړه خصوصي نه شي.

ولسمشر غني: په زرو کلونو کې به هم د افغانستان جګړه خصوصي نه شي.
ولسمشر غني: په زرو کلونو کې به هم د افغانستان جګړه خصوصي نه شي.

واشنګتن پُسټ د افغانستان د ملي امنیت شورا د ویاند قادرشاه په حواله ایریک پرنس د استعمارګر ډوله چلند په لرلو تورن کړی چې د جګړې له لارې د کال د لسو میلیاردو ډالرو ګټه لټوي.

اخوا د امریکا په دفاع وزارت پنټاګون کې هم د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزیف ډنفورډ د پرنس له دې ادعا سره چې جګړه به په کم لګښت او څو زره کرایي وسلو ژر وګټي کلک مخالفت ښودلی.

واشنګتن پُسټ لیکلي ایریک پرینس اوس واشنګتن ته ور ګرځیدلی چېرته چې دی د خپل پلان لپاره د ملاتړ د جلبولو هڅه کوي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو په طرحې مقاله لیکلې ده.

مقاله لیکونکي ویلي چې دا ورځې د بلک واټر د شرکت د موسس ایریک پرنس په اړه خبرې روانې دي.

نیویارک ټایمز: پرنس ویلي له قراردادیانو او خصوصي هوايي ځواکونو به کار واخلي.
نیویارک ټایمز: پرنس ویلي له قراردادیانو او خصوصي هوايي ځواکونو به کار واخلي.

پرنس څه باندې یو کال کیږي چې د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو طرحه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وړاندې کړې ده.

په مقالې کې راغلي چې پرنس ویلي له قراردادیانو او خصوصي هوايي ځواکونو به کار واخلي.

نیویارک ټایمز: د بلک واټر امنیتي شرکت په عراق کې د ملکیانو د وژنې به خاطر ډېر بد شهرت تر لاسه کړی دی.

نیویارک ټایمز ویلي چې د بلک واټر امنیتي شرکت په عراق کې د ملکیانو د وژنې به خاطر ډېر بد شهرت تر لاسه کړی دی.

ګڼو امریکايي جنرالانو او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په شمول ګڼو افغان چارواکو د جګړې له خصوصي کولو سره مخالفت ښودلی دی.

XS
SM
MD
LG