د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، حکومت ژمنه کوي چې ترسبا پورې به د انتخاباتو د بایو میټریک سیسټم ۲۲۰۰۰ دستګاګانې دغه کمېسیون ته وسپارل شي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک ډاډ ورکوي چې د بایومیټریک د دستګاګانو ډېره برخه ور سپارل شوې او په پام کې ده پاتې یې هم تر سبا پورې دغه کمېسیون ته وسپارل شي.
د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د بایو میټریک سیسټم به د انتخاباتو له روڼتیا سره ډېره مرسته وکړي:
"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له هرمیکانیزم نه چې په انتخاباتو کې شفافیت رامنځته کړي هرکلی کوي، تراوسه دغه کمېسیون ته د بایو میټریک ۱۷۶۰۰ دستګاګانې سپارل شوي او حکومت ژمنه کړې چې د نن تر پای یا سبا پورې به ټولې دستګاګانې وروسپاري."
ده وویل، ټولې بایو میتریک دستګاګانې چې باید د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ورکړل شي شمېر یې ۲۲۰۰۰ دی او دوی یې پرسونل ته د روزنې چارې مخکې له مخکې پیل کړي دي.
په ورته وخت کې د دغه کمېسیون غړي حفیظ الله هاشمي وویل چې دغه دستګاګانې به د ولایتونو مرکزونو او په ځانګړې توګه ۷۴ ناامنو ولسوالیو ته د امنیتي ځواکونو په مرسته د الوتکو له لارې ولېږدول شي.
هڅه مو وکړه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ددغو موادو د سپارلو په اړه د حکومت نظر هم ولرو خو اړیکي مو ورسره ټینګې نه شوې.
د دغه کمېسیون مسؤلینو پخوا تردې اندېښنه کړې وه چې د ناامنیو له امله ۷۴ ولسوالیو ته حساس انتخاباتي مواد نه دي رسېدلي.
د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې په پام کې ده چې دغه دستګاګانې درایو ورکولو ۲۱ زرو محلونو ته ورکړل شي.
د انتخاباتو پر مهال د بایو میتریک د سیسټم کارول د افغانستان د لوی ملي ایتلاف جدي غوښتنه وه او تاکید يې کاوه چې په انتخاباتو کې دې دغه سیسټم وکارول شي.
په دې هکله حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې د دغه سیسټم اماده کولو ته یې هڅې پیل کړي.
د حکومت دغه اقدام یاد ایتلاف ستایلی دی.
بلخوا د انتخاباتو څارونکي بنسټونه د بایو میتریک د سیسټم په ګډون د انتخاباتي وسایلو اماده کېدل ستايي خو تاکید کوي چې سمه ګټه ترې واخیستل شي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"مخکې له دې چې دغه وسایل ولایتونو او ولسوالیو ته ولېږل شي، باید له تخنیکي پلوه چک شي چې فعالې دي او که عوارض لري، د برېښنا او چارج ستونزه یې هم حل شي چې د برښنا له ستونزې سره مخ نه شي او لیږلو ته یې باید ښه تدابیر ونیول شي."
دی ولایتونو او ولسوالیو ته د دغو موادو په رسولو کې د امنیتي ځواکونو په همکارۍ ټینګار کوي.
د افغانستان د فاع او کورنیو چارو دوزارتونو ویندویانو په دې برخه کې د مرستو ډاډ ورکړی دی.
راپور: خان محمد سیند