د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۰

په افغان کرکټ لیګ کې پکتیا او کابل نن خپل لومړۍ سیالي کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ یا پریمرلیګ په سیالیو کې نن د کابل او پکتیا ټیمونه د متحده عربي اماراتو په شارجې ښار کې لوبه وکړي.

دا د افغانستان د غوره لیګ لومړۍ لوبه ده چې د کابل په وخت د شپې په اته نیمو بجو پیلېږي.

د غوره لیګ د سیالیو په لړۍ کې چې درې اونۍ دوام کوي، د کابل، پکتیا، کندهار، ننګرهار او بلخ لوبډلې برخه لري.

د افغانستان غوره لیګ، د نړۍ له لومړی درجه لیګونو څخه شمېرل کېږي او د تکړه افغان لوبغاړو د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو د کرکټ نامتو لوبغاړي هم برخه پکې لري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG