د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

د روسیې ولسمشر د یوه دوه ورځني سفر په مُخه هند ته رسیدلی دی


د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د یوه دوه ورځني سفر په مخه پرون ماښام د هند پلازمېنې نوې ډیلي ته ورسید.

د هند د بهرنیوچارو وزارت وايي چې ولسمشر پوتین او صدراعظم نریندرا مودي به نن جمعه په کلنۍ غونډه کې برخه واخلي او د دواړو هېوادونو ترمینځ دفاعي همکارۍ به وارزوي.

دې وزارت په یو خبرپاڼه کې ویلي چې دواړه مشران به د سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو په اړه بحث وکړي او د دواړو خواوو ترمینځ د څو تړونونو د لاسلیک پرمهال به حاضر وي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې دا تړونونو به د اټومي انرژۍ، فضايي څیړنو او اقتصاد په برخو کې وي.

تمه ده چې هند او روسیه به د پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت د روسيې د اس-۴۰۰ دافع هوا توغندیو د پیرودلو تړون هم لاسلیک کړي.

تمه ده چې هند او روسیه به د پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت د روسيې د اس-۴۰۰ دافع هوا توغندیو د پیرودلو تړون هم لاسلیک کړي
تمه ده چې هند او روسیه به د پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت د روسيې د اس-۴۰۰ دافع هوا توغندیو د پیرودلو تړون هم لاسلیک کړي

دا په داسې حال کې ده چې متحدایالاتو پر روسیې بندیزونه لګولي او ګواښ یې کړی چې هغه هېوادونو به هم په بندیزونو کې شامل کړي چې د روسیې له دفاعي او استخباراتي ادارو سره تجارتي راکړه ورکړه کوي.

له ځمکې څخه فضا ته د لیرې واټن ویشتونکو اس-۴۰۰ توغنديو رانیول په ډېره حساسه مسئله بدله شوې ده.

معلومه نه ده چې د هند په وړاندې به د واشنګټن غبرګون څه وي خو تېره میاشت یې چین وروسته له دې چې له روسیې څخه یې جنګي جټ الوتکې او د توغندیو تجهیزات واخیستل له بندیزونو مستثنی نکړ.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مایک
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مایک

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مایک پومپیو تېره میاشت هند ته د سفر پر مهال ویلي و، په دې اړه بحثونه روان دي چې آیا واشنګټن نوې ډیلي، له روسیې او ایران سره- چې هند ته د تېلو دوهم لوی صادروونکی هېواد دی د تجارتي معاملو له وجې له خپلو بندیزونو مستثنی کړي کنه.

پومپیو ویلي و، چې نوې ډېلي د امریکا او هند د سوداګرۍ د کسر د کمولو لپاره له متحدایالاتو څخه د انرژۍ د زیاتو تولیداتو او نورو الوتکو د پېرودلو ژمنه کړې ده.

د هند او روسیې اړیکي د سړې جګړې له وخته او وروسته له دې چې امریکا د هند له سیال- پاکستان سره اړیکي نژدې کړل خورا تاوده دي.

د هند او روسیې اړیکي د سړې جګړې له وخته او وروسته له دې چې امریکا د هند له سیال- پاکستان سره اړیکي نژدې کړل خورا تاوده دي
د هند او روسیې اړیکي د سړې جګړې له وخته او وروسته له دې چې امریکا د هند له سیال- پاکستان سره اړیکي نژدې کړل خورا تاوده دي

هند د روسیې پر سیاسي ملاتړ او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزاتو متکي و. د هند د دفاع وزارت وايي چې په سلو کې نژدې اویا تجهیزات یې روسي دي خو دا هېواد اوس هڅه کوي چې خپل ظرفیتونه متنوع او پرمختللي کړي نو ځکه د اس-۴۰۰ دافع هوا سیسټم د رانیولو هڅه کوي چې د لوبې د بدلوونکې وسلې په سترګه ورته کتل کېږي.

تمه ده چې هند او روسیه به د روسيې د اس-۴۰۰ دافع هوا توغندیو د پیرودلو تړون هم لاسلیک کړي

په وروستیو څو کلونو کې له امریکا سره هم د هند دفاعي اړيکي پراخ شوي او ګډ پوځي تمرینونه یې کړي. هند له ۲۰۰۸ کال راهیسې له امریکا څخه د ترانسپورتي الوتکو، د سمندري ګزمې د ځانګړو الوتکو، توغندیو او د اپاچي او چینوک هیلیکوپټرو په ګډون د څه باندې ۱۵ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې وپیرلې.

XS
SM
MD
LG