د یمن الحدیده ښار د شیعه حوثي وسلهوالو ملېشو په لاس کې دی. اسوشیټېډ پرېس پهدې ښار کې د جنګي ډرون یا بې پيلوټه الوتکې د ېوې حملې په اړه چې د روان کال په اپرېل میاشت کې شوې وه، رپوټ خپور کړی چې په منځني ختيځ کې د امریکايي بې پيلوټه الوتکو پرځای د چین ساخت راکټ ویشتونکو بې پيلوټه الوتکو د مارکېټ ګرمېدو ته اشاره کوي.
د اپرېل په میاشت کې د الحدیده ښار پر یوه فرعي سړک د شیعه حوثي وسلهوالو یو«SUV» موټر روان و چې ناڅاپي، یوه راکټ ویشتونکې بې پيلوټه الوتکه په هوا کې را ښکاره شوه او په څو ثانیو کې د حوثیانو «SUV» د اور په لمبو کې پټ شو.
د اسوشیټېد پرېس په حواله، دا راکټ ویشتونکې بې پيلوټه الوتکه اماراتي ځواکونو چې په یمن کې له حوثي وسلهوالو سره په جګړه کې د سعودي په مشرۍ په ائتلاف کې شامل دي، اداره کوله.
د امریکا بې پيلوټه الوتکې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په عراق، افغانستان او یمن کې پروازونه کوي.
په مشخص ډول، په یمن کې د امریکا له راکټ ویشتونکو بې پيلوټه الوتکو اول وار، په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د القاعده د مشکوکو غړو د وژلو لپاره کار واخېستل شو، خو داسې څرګندېږي چې د چین ساخت جنګي بې پيلوټه الوتکې يې سوکه – سوکه ځای نیسي.
کله چې په یمن کې د بې پيلوټه الوتکو د حملو له امله د ملکي تلفاتو د زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي، امریکا د خپلو بې پيلوټه جنګي الوتکو پر صادراتو محدودیت ولګاوه.
د امریکاله دې حرکت سره بهرني دولتونه مجبور شول چې له امریکا د راکټ ویشتونکو او لېزري بې پيلوټه الوتکو د اخېستلو لپاره د امریکا د حکومت تر څارنې لاندې تېر شي.
په واشنګټن کې د نوې امریکا فونډېشن په نوم تحقیقاتي مرکز اټکل کوي چې په یمن کې د کورنۍ جګړې له پېل راهیسې، د جنګي بې پیلوټه الوتکو په ۲۴۰ حملو کې ۱۳۰۰ کسان وژل شوي چې ۱۱۱ ملکي وګړي وو.
اسوشیټېډ پرېس وايي، چین که څه هم د وسلو په تجارت کې تر امریکا، روسیې، فرانسې او جرمني وروسته ده، خو په چټکۍ د ځان د ور رسولو هڅې کوي.
په ستاکهلم کې د سولې د نړیوال تحقیقاتي مرکز په حواله، د چین حکومت د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۷ میلادي کلونو ترمنځ د چین حکومت د وسلو صادرات ۳۸ فیصده زیات کړي دي.
په چین کې د پوځي زدهکړو د یوه پوهنتون ښوونکي سونګ ژونګ پينګ اسوشیټېډ پرېس ته ویلي:
"اوس، چینايي تولیدات د تکنالوژۍ له محدودیت سره نهدي مخامخ نو باید ښه مارکېټ ورته پېدا شي. دا چې د امریکا متحدایالات د خپلو وسلو پر صادراتو محدودیت لګولی، چین ته ډېره ښه موقع ورکړې ده."
د دې پوځي څارونکي په باور په منځني ختيځ کې چې د امریکا د امنیتي ګټو لپاره ستراتيژیک اهمیت لري، د چین د وسلو د تجارت پراختیا د پیکنګ د سیاسي نفوذ له زیاتېدو سره مرسته کوي.
د ستراتيژیکو مطالعاتو په نړیوال انسټېټیوت کې د هوايي قوتونو څېړونکي، دوګلاس باري اسوشیټېډ پرېس ته ویلي:
"دا د چین لپاره ګټوره ستراتيژي ده، چینایان به له دې فرصته ښه ګټه واخلي او فکر نه کوم چې په دې مسئله کې به د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنې پر چینایانو زیات اغېز ولري."
د اسوشیټېډ پرېس په حواله، د روان میلادي کال په پېل کې یوې سټلايت دستګاه چې د سعودي عربستان پر جنوبي سیمو تېرېده، د امریکا څارونکې بې پيلوټه الوتکې عکاسي کړې وې چې د هوايي ځواکونو په یوه اډه کې د چین ساخت له راکټ ویشتونکو بې پيلوټه الوتکو سره ولاړې وې.
د نیویارک په بارد کالج کې د بې پيلوټه الوتکو د مطالعې د مرکز په حواله، دا اول وار و چې د یمن په جنګ کې د ډرون د دواړه ډولونو د استفادې په اړه اسناد وموندل شول.
د دې مرکز یوه غړي، دان ګیتینګر اسوشیټېډ پرېس ته ویلي:
"یمن په وروستیو کلونو کې چې د کورنۍ جګړې په اور کې سوځي، د راکټ ویشتونکو بې پيلوټه الوتکو د ازموینې په مېدان بدل شوی دی."
د اسوشیټېډ پرېس په حواله، چینایانو له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې، د سعودي عرب او عراق په ګډون پر مختلفو هېوادونو ۳۰ راکټ ویشتونکي بې پيلوټه «CH-4» الوتکې چې بیه یې تقریباً ۷۰۰ میلیونه ډالر وه، خرڅې کړي دي.
چینایان د لسو هېوادونو سره د داسې الوتکو پر خرڅلاو د مذاکرو په حال کې دي.
د شي جین پینګ د جمهوري ریاست په پینځو کلونو کې پيکنګ د خپلو پوځي چارو لپاره پر جنګي الوتکو او بم غورځونکو زیاته پانګونه وکړه او د پاکستان په ګډون خپلو نېږدې متحدانو ته یې هم راکټ ویشتونکي سمندري بېړۍ او داسې نور پرمختللي جنګي وسایل ورکړل.
په افریقا کې نایجیریا د چین د راکټ ویشتونکو بې پیلوټه الوتکو له عمده خریدارانو ده.
د نایجیریا حکومت د بوکو حرام په نوم د وسلهوالې افراطي ډلې پرضد په عملیاتو کې د چین له داسې جنګي الوتکو کار اخلي.
د اسوشیټېډ پرېس په حواله، په منځني ختیځ کې د چین د وسلو د بازار د ګرمېدو له امله په امریکا کې د وسلو صادرونکو شرکتونو پر خپل حکومت فشار زیات کړی چې د پوځي وسایلو پر خرڅلاو لګولی محدودیت لېرې کړي.
خو د امریکا د حکومت داسې پرېکړه باید د بشري حقونو او د ډلهیيزې وژنې وسلو د مخنیوي د ډلو تر کتنه تېره او په کانګرس کې تأیید شي.