د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۲۷

د سمیع الحق پر وړاندې د مشرانو جرګې غبرګون: افغان جګړه جهاد نه، فتنه بلل شوې


د جمعیت علمای پاکستان د رهبر مولانا سمیع الحق تازه څرګندونې د افغانستان د مشرانو جرګې د دیني او فرهنګي چارو د کمېسیون له غبرګون سره مخ شوي.

د جمعیت علمای پاکستان رهبر مولانا سمیع الحق بیا په افغانستان کې د جهاد خبره کړې، خو دا ځل يې ویلي چې هیله لري په افغانستان کې جهاد پای ته ورسېږي.

د افغانستان د مشرانو جرګې د دیني او فرهنګي چارو کمېسیون د نوموړي د دغو څرګندونو په وړاندې غبرګون ښيې او وايي چې په افغانستان کې روانه جګړه جهاد نه بلکه فتنه بلل شوې ده.

د دغه کمېسیون رئیس عبدالطیف نهضت‎يار د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې مولانا سمیع الحق باید دا شان څرګندونې ونه‎‎کړي، ځکه د ده په خبره د اسلامي نړۍ عالمانو د افغانستان د جګړې پرضد فتوا ورکړې ده.

دی وايي:

"د ښاغلي سمیع الحق عمر ته په کتو دا ورسره نه ښايي او فکر دماغي ستونزه يې پيدا کړې ده، په افغانستان کې جنګ تحمیل شوی او دغه جګړه جهاد نه‎دی، ځکه د اسلامي نړۍ عالمانو د سعودي عربستان، اندونیزیا او پاکستان په ناستو کې په‎دې اړه فتوا ورکړه او د په افغانستان کې یې جګړه جهاد نه، بلکه فتنه او فساد وبلله."

دا په‎داسې حال کې ده چې اسوشیټېډ پریس خبري اژانس په‎دې وروستیو کې ویلي چې د افغانستان يوه پلاوي پاکستان ته سفر پرمهال په اکوړه خټک کې د مولانا سمیع الحق سره لیدلي دي او ورنه‎یې غوښتي چې طالبان د جګړې پر ځای د افغانستان حکومت سره مذاکراتو ته وهڅوي.

اسوشیټېډ پرېس د ښاغلي سمیع الحق په حواله لیکلي چې نوموړي افغان پلاوي ته ویلي چې نوموړی غواړي په افغانستان کې جهاد پای ته ورسېږي، وینه بهېدنه بنده شي، افغانستان ازاد او په دغه هېواد کې اسلام حاکم شي.

مولانا سمیع الحق چې د طالبانو معنوي پلار بلل کېږي د افغانستان او پاکستان د علماوو ترمنځ د ناستې موضوع هم مطرح کړې ده او ویلي دي چې په دغو خبرو کې باید امریکا او پاکستان دخیل نه‎وي.

مولانا سمیع الحق د خېبر پښتونخوا اړوند په اکوړه خټک کې د حقانیه په نوم يوه مدرسه لري چې زیات شمېر افغان زده‎کوونکي هم په‎کې په دیني زده کړو بوخت دي.

مولانا سمیع الحق د طالبانو معنوي پلار بلل کېږي
مولانا سمیع الحق د طالبانو معنوي پلار بلل کېږي

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه مشتاق رحیم وايي، مولانا سمیع الحق د هغو کړیو نظر بیانوي چې په افغانستان کې جګړې ته لمن وهي.

نوموړی وایي، دا شان څرګندونې يو ډول له نړیوالو فشارونو د پاکستان د خلاصون لپاره دي.

ښاغلی رحیم زیاتوي:

"مولانا سمیع الحق او د پاکستان حکومت په مجموع کې په‎دې هڅه کې دي چې څنګه خپل هېواد له نړیوالو فشارونو وباسي، له همدې امله کله نا کله اعلامیې خپروي او نمایشي کارونه کوي چې څو نړیوالو ته وښيې چې غواړي د افغانستان د سولې په بهیر کې عملا همکاري او هڅې وکړي."

د افغانستان د سولې او علماوو شورا د سې شنبې په ورځ د يوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان دیني عالمانو پاکستان ته په سفر کې د دغه هېواد د يو شمېر لوړو چارواکو ترڅنګ د يو شمېر پاکستاني عالمانو سره هم کتلي دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم ازادي راډیو ته وویل چې نوموړی هیله مند دی چې د پاکستان د علما وروستۍ ناسته د طالبانو سره د سولې د خبرو پېلېدو په برخه کې مثبتې پایلې ولري.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG