د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۰۸

د اسیا ۱۹کلنو کرکټ جام سیالیو کې هند افغانستان ته ماتې ورکړه

د اسیا د ۱۹ کلنو جام کرکټ سیالیو په لړ کې هندوستان افغانستان ته په ۵۱ منډو ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې هندوستان لومړی بیټنګ وکړ او د ټولو لوبغاړو په زیان یې افغانستان ته د ۲۲۲ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې افغان ۱۹ کلنې لوبډلې په ۴۶ اورم کې د ټولو لوبغاړو په لاسه ورکولو سره ۱۷۰ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۵۱ منډو په توپير بایلوده.

افغانستان له دې وړاندې په پخپلو دوو لومړیو لوبو کې متحده عربي اماراتو او نیپال ته په ماتې ورکولو سره د اسیا د ۱۹ کلنو جام سیالیو نیمه پایلوبو پړاوو ته وتلی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG