د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۳

ولسمشر غني د المپیک کمېټې پخواني مشر ظاهر اغبر ته مډال ورکړ

ولسمشر محمد اشرف غني د المپیک ملي کمېټې پخواني رئیس جنرال ظاهر اغبر ته د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال ورکړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، ښاغلي اغبر ته دغه مډال د ورزش په برخه کې د غوره خدمتونو له امله ورکړې شوې دی.

ولسمشر غني د یاد مډال د ورکړې وروسته د المپیک ملي کمېټې له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې د هڅو له امله یې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې په سیمه‎ ییزه او نړیواله کچه ښه مقام ترلاسه کړی دی.

د يادونې ده چې له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د کرکت بورډ پخواني رئیس شکرالله عاطف مشعل ته هم د کرکټ په برخه کې د غوره خدمتونو له امله د میر مسجدي خام دولتي مډال ورکړی و.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG