د امريکا متحدو ايالتونو دفاع وزير وايي، ده ته داسې نه ښکاري چې د امريکا او چين ترمنځ اړيکې دې د لا خرابېدو په حال کې وي.
جېمز مټېس پرون دوشنبه دا خبره په داسې حال کې وکړه چې ظاهراً يې چين ته هغه سفر لغوه شوى چې ټاکل شوې وه د روانې مياشتې په وروستيو کې وشي.
رويټرز اژانس تېره يکشنبه راپور ورکړى و چې چين له مټېس سره هغه امنيتي غونډه لغوه کړه چې د روانې اکتوبر مياشتې د وروستيو پلان شوې وه.
يوه امريکايي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وويل، جېمز مټېس به چين ته سفر نه کوي.
جېمز مټېس وويل، امريکا بايد د چين له کمونيستي هېواد سره د خپلو اړيکو پر تنظيم ځان وپوهوي.
ښاغلي مټېس هغو خبريالانو ته چې پاريس ته ورسره په سفر کې روان وو، وويل:
"په اړيکو کې د کړکېچ ځينې ټکي شته، خو په نيويارک کې د تېرې اوونۍ د بحثونو او نورو مسايلو له مخې موږ ته داسې نه ښکاري چې اړيکې دې د نورې خرابۍ خوا ته روانې وي."
د امريکا متحد ايالتونه او چين وروسته له هغې په خپلو کې په تجارتي جګړه کې ښکېل شول چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر چين تور ولګاوه چې له اوږدې مودې راهيسې د امريکا فکري سرمايه غلا کوي، خپلو مارکېټونو ته يې د نورو لاسرسى محدود کړى او په غير منصفافه ډول خپلو دولتي شرکتونو ته سبسايډي يا مالي مرسته برابروي.
جېمز مټېس: کله چې مناسب وخت راشي، له خپل چينايي سيال سره به مستقيمې خبرې وکړم
ولسمشر ټرمپ دا تور هم لګولى چې چين غواړي د امريکا د کانګرس په انتخاباتو کې لاسوهنه وکړي.
جېمز مټيس په خپلو خبرو کې ويلي، کله چې مناسب وخت راشي، دى په له خپل چينايي سيال سره مستقيمې خبرې وکړي.
د امريکا دفاع وزير په تېره جون مياشت کې پيکنګ ته سفر کړى و، دا له ٢٠١٤میلادي کال راهيسې د امريکا لومړى دفاع وزير و چې چين ته لاړ.
په پام کې ده جېمز مټېس په پاريس کې د فرانسې له عالي رتبه رهبرانو سره وګوري بيا بروکسل ته لاړ شي چې د متحدو هېوادونو د دفاع وزيرانو سره پر ځينو مسايلو بحث وکړي.