د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۹

په اندونیزیا کې د سونامې څپو ۴۸ زره کسان بې کوره او بېځایه کړي دي

په داسې حال کې چې د اندونیزیا د سونامې ځپلې سیمې اوسېدونکي د خپلو لادرکه عزیزانو په اړه ناهیلي کېږي، د ژغورنې ډلې لا هم هڅې کوي چې ورک کسان پیدا کړي.

په اندونیزیا کې د تېرې جمعې د ورځې د زلزلې له امله د سونامې څپو نه یوازې سلګونه کسان مړه کړل، بلکې ۴۸ زره نور يې بې کوره او بې ځایه کړي هم دي.

په سونامې ځپلې ټاپو سولاویسي کې د پوځ یوه قوماندان خبریالانو ته وویل، تر اوسه يې له روغتونو ۵۴۵ جسدونه انتقال کړي دي.

د سولاویسي ټاپو په پولا او دونګلا ښارونو کې چې سونامې سخت ځپلي دي، هرې خواته ورانۍ ویجاړۍ او د مصیبت مناظر تر سترګو کېږي .

زرګونه کسان د دې طبیعي پېښې له امله بې کوره شوي او په سخت وضعیت کې دي.

د بې ځایه شویو کسانو د چارو مسؤل محمد طاهر وايي:

"د بې ځایه شویو خلکو په اړه باید ووایم چې تر اوسه پورې مو د اته څلوېښت زره او پنځه ویشت کسانو ته سرپناوې برابرې کړي، .بیا هم وایم چې په څلورو نويو سیمو کې اته څلوېښت زره او پنځه ویشت کسان بې ځایه شوي دي."

د اندونیزیا سولاویسي ټاپو د جمعې په ورځ ۷ اعشاریه پنځه درجې زلزلې ولړځاوه چې په نتیجه کې يې د سونامې ۶ متره لوړې څپې پورته شوې.

په ځپل شویو سیمو کې د ژغورنې او لټون عملیات دوام لري او چارواکي اندېښنه ښيي چې د تلفاتو شمېره به نوره هم لوړه شي.

اسوشېټېډ پرېس اژانس وايي، سونامې ځپلو سیمو ته د پوځي او ملکي الوتکو له لارې، د اړینو موادو د رسولو لړۍ روانه ده.

خو راپورونه وايي چې له ړنګو شویو ودانیو په ځانګړي ډول، د پولا ښار د نړېدلي اته پوړیز هوټل تر خرابیو لاندې د جسدونو د ویستلو لپاره درنو وسایلو ته اړتیا ده.

دغه راز د سیمې خلک د خوراکي او تدارکاتي موادو له کموالي هم شکایت لري.

د اندونیزیا د بېړنیو حالاتو کمېټې ویلي چې ولسمشر له بهر نړۍ څخه د مرستو د ترلاسه کولو امر کړی دی.

ملګرو ملتونو او د متحده ایالاتو او چین په ګډون، تر اوسه د نړۍ لسو هېوادونو له اندونیزیا سره د مرستو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG