د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۰۳

په انتخاباتي مبارزو کې د ښځینه نوماندانو له کمرنګه ګډونه اندېښنې!

د افغانستان له انتخاباتو د څار يو شمېر بنسټونه وايي، اقتصادي، امنیتي او يو لړ فرهنګي ننګونې د دې لامل شوي چې ښځینه نوماندانې ونشي کولای چی د نارینه وو په شان ځان ته کمپاین وکړي.

په انتخاباتي منډو ترړو کې د ښځینه نوماندانو کمرنګه ګډون، له انتخاباتو د څار د يو شمېر بنسټونو اندېښنې راپارولې دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي رئیس يوسف رشید د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ناامنیو، اقتصادي او فرهنګي ننګونو د ښځینه نوماندانو پر انتخاباتي مبارزو سیوری غوړولی او اړتیا ده چې په دې برخه کې اړوند ارګانونه جدي ګامونه واخلي.

ښاغلی رشید وایي، په دې برخه کې دې دیني عالمان او عام وګړي هم د ښځینه نوماندانو ملاتړ ته رابولي.

یوسف رشید
یوسف رشید

دی وایي:

"له بده مرغه چې په نوماندانو کې پنځوس سلنه یې هم ښځې نه دي، روانو ننګونو ته په کتو، زه ډېر ډاډه نه یم چې ښځینه نوماندانې به حتی وتوانېږي چې خپله برخه ۶۸ چوکۍ هم ترلاسه کړي، د کورنیو چارو وزارت باید د ښځینه نوماندانو امنیت ته پاملرنه زیاته کړي، ځکه دوی د خپل امنیت لپاره کافي بودجه نه لري، دیني عالمان هم د قومي مشرانو سره کار وکړي، څو د ښځو په وړاندې شته حساسیتونه کم کړي چې ښځینه نوماندانې په ډاډه زړه کمپاین وکړي."

د ولسي جرګې د نوماندانو د کمپاین بهیر د میزان په شپږمه پیل شوی چې د ښاغلي رشید په خبره، په تېرو څلورو ورځو کې د ښځو په نسبت د نارینه وو نوماندانو کمپاین ډېر پر رنګه و.

د ولسي جرګې روانو انتخاباتو ته ۲۵۰۰ تنو ځانونه نوماند کړي چې ۶۰۰ يې ښځې دي.

د ښځینه نوماندانو کمرنګه کمپاینونو ته په کتو، اوس اندېښنې دا دي چې هغه ۶۸ څوکۍ چې په ولسي جرګه کې د قانون له مخې ښځو ته ځانګړې شوي، ښايي لس سلنه یې هم د ښځو په وسیله ډکې نشي.

له دې وړاندې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ښځو د کمرنګه ګډون په اړه د ښځو له حقونو د ملاتړ بنسټونو هم اندېښنه ښودلې وه او لامل یې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې په ګوته کړې وې.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې يو شمېر غړي له دیني عالمانو او خلکو غواړي چې د ښځینه نوماندانو د ملاتړ لپاره ذهنیت جوړونه وکړي او امنیتي بنسټونه دې هم د ښځینه نوماندانو امنیت ته پاملرنه زیاته کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي:

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

"د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ټولو امنیتي بنسټونو په ځانګړې توګه، هغو ځانګړو ۵۴ زرو ځواکونو ته چې د انتخاباتو د امنیت لپاره ټاکل شوي دي، ورته لارښوونه شوې ده چې له ټولو امکاناتو په ګټې اخېستنې سره د ټولو نوماندانو په ځانګړې توګه، زموږ د خویندو امنیت ټینګ کړي، همدا مهال موږ په لومړۍ درجه احضاراتو کې قرار لرو."

ښاغلی رحیمي د ولسي جرګې له نوماندانو هم غواړي چې د خپلو انتخاباتي پروګرامونو د ترسره کولو پرمهال امنیتي بنسټونه په جریان کې کړي.

په همدې حال کې د ښځو له حقونو د ملاتړ يو شمېر بنسټونه له رسنیو هم غواړي چې د ولسي جرګې د انتخاباتي منډو ترړو په اړه په خپلو راپورونو کې توازن وساتي او شته ستونزو ته په کتو، ښځینه نوماندانو ته په خپلو پروګرامونو کې زیاته موقع ورکړي.

راپور: محمد واصل وصال

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG