د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۹

د مقدونیې متحدانو د دې هېواد له ګوندونو د مقدونیې د نوم په بدلون کې مرسته غوښتې

د مقدونیې لوېدیځو متحدانو د دې هېواد پر سیاسي ګوندونو غږ کړی چې د مقدونیې د نوم د بدلون له بهیر سره مرسته وکړي.

د مقدونیې نړیوالو متحدانو پر سکوپیې غږ کړی چې د دې هېواد د نوم د بدلون لپاره ضروري مراحلو ته دوام ورکړي، څو په ناټو او اروپايي ټولنه کې غړیتوب ته یې لاره هواره شي.

د نوم بدلون په ناټو او اروپايي ټولنه کې د مقدونیې د غړیتوب شرط دی او ځکه د دې هېواد حکومت چې په دې دوو موسسو کې د مقدونیې د غړیتوب هیله لري، پرون د یکشنبې په ورځ په دې اړه ټولپوښتنه وکړه او خلکو په قاطع اکثریت د نوم د بدلون ملاتړ وکړ، خو د ټولپوښتنې د اعتبار شرط دا و چې باید په سلو کې پنځوس یا له هغه زیات خلک ګډون پکې وکړي، مګر په رأیې ورکولو کې د خلکو د ګډون کچه تر دې ډېره کمه وه او نتیجه دا شوه چې ټولپوښتنه ناکامه شوه.

د اروپايي ټولنې د پراختیا کمیشنر یوهانس هاهن پر ټوېټر په یوه پیغام کې ولیکل چې دی تمه لري چې د مقدونیې ټول سیاسي مشران د دې پرېکړې ملاتړ او په مسؤلیت سره عمل وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پر ټوېټر په یوه پیغام کې ولیکل، دی د مقدونیې له ټولو سیاسي مشرانو او ګوندونو غواړي چې باید دا تاریخي فرصت له لاسه ورنه کړي او په دې برخه کې مسؤلانه او رغنده اقدام وکړي.

متحده ایالاتو هم له دې بهیر سره مرستې ته تیاری ښودلی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیدر ناویرت پرون وویل، د مقدونیې سیاسي مشران باید له ګوندي ګټو اوچت فکر وکړي او د دې هېواد د روښانه راتلونکې لپاره له دې فرصته ګټه واخلي.

د مقدونیې صدراعظم زوران زایف هیله لرله چې خلک به د دې ټولپوښتنې ملاتړ وکړي، خو پرون وروسته له دې چې د رأیې ورکولو بهیر پای ته ورسېد، ده په پلازمېنه سکوپیه کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې پر سیاسي مشرانو غږ وکړ چې ملي ګټې پر خپلو ګوندي ګټو لوړې وګڼي.

زوران زایف
زوران زایف

نوموړي زیاته کړه:​

"زه پوهېږم او اپوزیسیون او هېوادوال ټول پوهېږي چې له یونان سره تر دې بله ښه موافقه نشته او نه به وي، په ناټو او اروپايي ټولنه کې د مقدونیې له غړیتوب پرته، بل ښه بدیل هم نشته او نه ممکن دی، زه شخصاً د پارلمان له ټولو غړو غوښتنه کوم چې راځئ، خپلې ملي ګټې د هېواد او خلکو ګټې او د هېواد ستراتیژیکې ګټې له سیاستونو او ګوندي ګټو لوړې وګڼو."

د مقدونیې د نوم د بدلون مخالفینو د ټولپوښتنې ناکامي په یوه غونډه کې ونمانځله.

د سکوپیې اوسېدونکی فلیپ سیمیانوفسکي هم د دې غونډې له ګډونوالو و.

ده وویل:

"څرنګه چې حکومت په کافي شمېر خلک رأیې ورکولو ته برابر نشو کړای او دا ټولپوښتنه ناکامه شوه، نو مقدونیه به مقدونیه پاتې وي، نه شمالي مقدونیه."

له ۱۹۹۱ میلادي کال راهیسې چې مقدونیې له پخوانۍ یوګوسلاویا څخه خپلواکي اعلان کړې، یونان دعوه لري چې مقدونیه د دې هېواد په شمال کې د یوه ولایت نوم دی او غوښتنه یې کړې چې د بالکان د حوزې مقدونیه باید خپل نوم په شمالي مقدونیې بدل کړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG