د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۲۱

د کرکټ د نړيوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې راشد خان اول نمبر شوى

د کرکټ د نړيوالې شورا ويبپاڼې په نوې درجه بندۍ کې د افغانستان د کرکټ مهم لوبغاړى راشد خان د يو ورځنيو لوبو اول نمبر الراونډر شوى دى.

د دې شورا د ويبپاڼې د راپور له مخې، په متحده عربي اماراتو کې د اسيا جام په تېرو سياليو کې د راشد خان د ځلېدو له کبله، هغه د درجه بندۍ په سر کې راغلى دى.

د کرکټ نړيوالې شورا ويلي، راشد خان په پنځو مسابقو کې ١٠ لوبغاړي سوځولي او ۸۷ منډې یې کړې دي.

بل خوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د کرکټ ملي ټيم لوبغاړو ته نغدي جایزې او د کرکټ بورډ پخواني مشر عاطف مشعل ته د میر مسجدي خان مډال ورکړ.

په دې غونډه کې چې تېر ماښام په ارګ کې شوې وه، ولسمشر لوبغاړو ته په خطاب کې وويل:

"تاسو واقعي نظم او ډسپلین لرئ، اتفاق او ټیمي کار مو هم بېساری دی، ځکه په دقت لوبه او کار کوئ."

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG