د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

په کندهار کې د پولیو تازه پېښې د پولیو د پېښو شمېر ۱۵ته لوړ کړ


په کندهار کې د پولیو یوې وروستۍ او تازه پېښې په افغانستان کې د پولیو د پېښو شمېر ۱۵ته لوړ کړ.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، د حفظ الصحې نه مراعت او د ګوزڼ ضد واکسين نه تطبيق د دغه ناروغۍ د زياتوالي لاملونه دي.

دوه کلنه فلج شوې ماشومه مدېنه چې د کندهار د "منزل باغ" سيمي اوسېدونکې ده.​

د فلج شوې نجلۍ تره نورالله ازادي راډیو ته وویل چې دوه کلنې مدینې ته يې لس ځله د ګوزڼ ضد واکسین څاڅکي ورکړي، خو بیا هم د ماشومې راسته پښه ګوزڼ وهلې ده.

نوموړی وايي:

"اول تبه ورته پیدا شوه، بیا مو ډاکټر ته ور ښکاره کړه هغه راته وویل چې میرویس روغتون ته یې ورسوه، هغوی عکسونه واخېستل وروسته نور معایناتونه وشول اوس معلومه شوه چې نجلۍ فلج شوې."

په‎دې سره په کندهار کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر اتو ته لوړ شو.

د عامې روغتیا وزارت په کندهار کې د ګوزڼ ناروغۍ د زياتوالي لاملونه په‎دې ولایت کې د نورو ساري ناروغیو زياتوالی او د حفظ الصحې نه مراعت په ګوته کوي.

د دغه وزارت یوه استازي محمد عارف عرفان ازادي راډیو ته وویل، د پولیو زیاتره پېښې په هغو سیمو کې رامنځته شوي چې خلک يې په غُربت کې ژوند کوي او ماشومان يې خوارځواکې وي.

بل‎خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونېسف هم د افغانستان په جنوب کې د پوليو د وېروس پر زياتوالي اندېښنه ښيې.

د دغه ادارې د پولیو د پروګرام ویاند کمال شاه وایي چې د کندهار ښار په ټول برخو کې د ګوزڼ د وېروس مثبتې نښې موجودې دي او دې چارې دوی اړ کړي چې د دغه ناروغۍ په وړاندې خپله مبارزه نوره هم چټکه کړي.

د روان ۲۰۱۸ عیسوي کال د پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو شمېر ۱۵ ته ورسېد چې ۸ پېښې یې په کندهار، یوه په هلمند یوه په ارزګان۲ پېښې په ننګرهار او ۳ پېښې په کونړ ولایت کې ثبت شوي دي .

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG