د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

د پکتیا په ځینو سیمو کې د پولیو ضد واکسین پر سر لانجې!


په ټولنیزو رسنیو کې د وروستیو خپرو شوېو ارقامو له مخې چې ګواکې په تېرو لسو میاشتو کې د پولیو یا ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر په هېواد کې ۱۵ ته رسیدلی، تر ډېره بریده يې په خلکو کې اندېښنې راولاړې کړي.

د افغانستان لپاره د یونېسف ادارې د پولیو پروګرام مسوول ښاغلی سیدکمال شاه ازادي راډیو سره په خبرو کې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو د زیاتوالي له امله د خلکو اندېښنې تر یوه برید پرځای بولي او وايي، د تېرو کلونو په پرتله یادې پېښې د ۲۰۱۸ میلادي کال په ترڅ کې زیاتې شوي چې ډېری برخه یې په سویلي ولایتونو کې ثبت شوي دي.

دی وایي:

"په ۲۰۱۸ میلادي کال کې خپاره شوي ارقام د تېرکال په پرتله ډېر دي، یعنې سږ کال په افغانستان کې د پولیو پېښې ۱۵ته رسیدلي دي او د پولیو له‎پاره هغه له ګواښ ډکې سیمې هغه شرقي، جنوب شرقي پکتیا حوزه او جنوب لویدیځه حوزه د کندهار ده."

یادو شمېرو د سویل ختیځ زون په مرکز پکتیا کې خلک اندېښمن کړي.

دوی وایي، اوس په پکتیا کې هغه ستونزه هواره شوې چې خلکو به واکسین حرام باله او په یو شمېر سیمو کې به واکسیناتوران د جنګي ډلو له‎خوا ګواښل کېدل او یا هم دا چې د واکسین پر اهمیت د خلکو نه پوهاوی به د دې لامل کېده چې ګڼ شمېر ماشومان له واکسین بې برخې پاتې شي.

خو دوی د یو یې بلې ننګونې یادونه کوي چې د دوی په وینا لا تراوسه په یو شمېر سیمو کې موجوده ده او که مسوولین یې د اساسي حل ته پاملرنه ونه کړي ، امکان لري چې په ګڼو سیمو کې د پولیو ضد پروګرام په وړاندې خنډ را ولاړ کړي.

د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز اوسیدونکی صالح جان صالح وايي؛ په خلکو کې کلیوالي تربګنۍ د دې لامل شوي چې په یو شمېر سیمو کې د واکسین تطبیق له ځنډ او خنډ سره مخ کړي.

صالح زیاتوي:

"پکتیا ولایت کې د واکسین پروسه ښه روانه ده، کله کله ځینې ولسي ستونزې راپېښیږي، دا چې واکسین د چا له‌خوا ورکول کېږي او دوی یې کورونو ته رسوي، په مقابل کې یې یو څه امتیاز ورکول کېږي، نو د سیمې خلک د خپلو خلکو د ګمارنې او امتیاز په‎خاطر، د بلې سیمې وړ او مناسب خلک نه زغمي، نو ستونزه همدا ده چې په سیمه کې ځینې وخت دا کارونه ټکني کېږي او د واکسینو پروسې ته زیان اوړي."

نقیب الله تکل چې د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو اوسیدونکی دی، دا ډول تعصبات د اندېښنې وړ بولي او وايي، که مخه‌یې ونه نیول شي امکان لري چې ګڼ شمېر ماشومان د واکسین څخه بې برخې پاتې شي.

نقیب الله تکل زیاته کړه:

"له خلکو هیله کوو چې دا قوم پرستۍ له منځه یوسئ او د صحت عامې له ټیمه هم هیله کوو چې دوی باید هرکلي ته سهم ورکړي او د هرکلي یو تن په پروګرام کې ونیسي، څو د دوی ترمنځ قوم پرستي رانه‎شي او په خلکو کې د ستونزو او لانجو لامل نه‌شي."

بل‌خوا د افغانستان لپاره د یونېسف ادارې د پولیو پروګرام مسوول ښاغلی سیدکمال شاه د پکتیا په یو شمېر سیمو کې د خلکو اندېښنو او کلیوالي تربګنیو ته په اشارې وویل، د دوی اداره د کار کوونکو ګمارنې لپاره ځانګړي اصول لري چې له مخې یې وړ کار کوونکي ګمارل کېږي.

دی وايي:

"په‎دې اړه د کلیوالو مشرانو نظرونه هم اخېستل کېږي ځکه که کوم څوک په کوم کلي یا سیمه د منلو وړ نه‌وي، نو طبعاً هلته خلک خپل ماشومان پر هغوی نه واکسین کوي نو دا د انتخاب پروسې موضوع ډېره جدي ده."

د پکتیا ولایت د عامې روغتیا رئیس ښاغلی ډاکټر ولایت خان احمدزي بیا ازادي راډيو ته وویل، د پولیو ضد واکسین پروګرام په وړاندې نور خنډونه چې پخوا موجود وو، له منځه تللي خو دوی یې د خلکو په مرسته هواروي.

ډاکټر ولایت خان احمدزی په‎دې برخه کې د پکتیا اوسیدونکو ته ډاډ ورکوي او وايي:

"موږ هر وخت له هغه خپل هدفه چې موږ یې د واکسین لپاره لرو چې هغه یو لکو۹۱ زره ۹ سوه ۱۸ ماشومان دي، موږ له دې نه لوړ ځو؛ موږ په هر کمپاین کې لوړ تللي یو، بیا هم په ځینو ساحو کې که کوم مشکلات را پیدا کېږي هغه بیا موږ له خلکو سره شریکوو."

د پکتیا ولایت د عامې روغتیا رئیس په خبره د ۲۰۱۲ میلادي کال را په‎دې خوا پکتیا کې د ګوزڼ کومه مثبته پېښه نه‎ده موندل شوې چې لامل یې د پولیو ضد واکیسین پروګرام د تطبیق په برخه کې د دولت، ولس او ان د دولت د وسله‎والو مخالفینو له‎خوا ښه همکاري ده.

راپور: اصیل ځاځی -پکتیا

XS
SM
MD
LG