د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

له امنیتي ګواښونو، ولسي جرګې ته د ځینو کاندیدانو اندېښنې!


ولسي جرګې ته یوشمېر کاندیدان د انتخاباتي کمپاینونو په جریان کې پر ناامنیو اندېښنه ښيي او له حکومته غواړي چې امنیت ته یې تدابیر ونیسي.

دوی د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال په نا امنیو اندېښنه ښيي او د خپلو مبارزو پر وړاندې یې خنډ ګڼي.

دوی له حکومته غواړي چې د دوې د پلویانو او د کمپاینو د مرکزونو خوندیتوب ته جدي تدابیر ونیسي.

له خوسته ولسي جرګې ته د یوه کاندید پر موټر د چاودنې انځور
له خوسته ولسي جرګې ته د یوه کاندید پر موټر د چاودنې انځور

​له ننګرهاره ولسي جرګې ته کاندید عبدالرحمن شمس د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"اندېښنې شته، موږ له حکومته غواړو چې د کاندیدانو د کمپاینونو د مرکزونو امنیت ونیسي، کاندیدانو ته دې اسانتیاوې برابرې کړي، ځکه چې حکومت تراوسه د دوی د خوندیتوب لپاره هېڅ پروګرام نه لري او نه یې کاندیدانو ته واضح کړی، دا ځل له کاندیدانو سره هېڅ مرسته نه ده شوې، موږ د حکومت پاملرنه غواړو، که نه نو موږ ته دې اجازه راکړي چې خپل امنیت پخپله ونیسو."

له کندهاره یو بل کاندید جاوېد فیصل په دې اړه خپله اندېښنه له ازادي راډیو سره داسې شریکه کړه:

"پرته له شکه چې ناامني د ولسي جرګې د کاندیدانو په وړاندې یو ستر ګواښ دی، خو بیا هم موږ خپل کارونه پر مخ وړو او د وسله والو مخالفینو ګواښونو ته نه تسلیمېږو، موږ ټول کاندیدان له حکومته د کاندیدانو د کمپاینونو پرمهال، د امنیت غوښتنه کوو چې کاندیدان له تشویش او ګواښونو پرته وکړای شي چې انتخاباتي چارو ته ادامه ورکړي."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د کړنلارې له مخې، د ولسي جرګې د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونه د میزان په شپږمه پیل شوي او تر ۲۶ مې به دوام وکړي.

کاندیدان په دغو ورځو کې خلکو ته خپل پروګرامونه تشریح کوي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ولسي جرګې د کاندیدانو د انتخاباتي مبارزو د مرکزونو د خوندیتوب ډاډ ورکوي.

نجیب دانش
نجیب دانش

دی وایي:

"موږ د کاندیدانو د انتخاباتي مبارزو له پیل سره سم په ټول افغانستان کې پولیسو ته دنده سپارلې چې د کاندیدانو د امنیت د تامینولو لپاره هر اړخیزې مرستې وکړي او له کاندیدانو غواړو چې د غونډو پرمهال پولیسو ته معلومات ورکړي چې امنیتي اقدامات وکړي."

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئيس یوسف رشید هم پر روان امنیتي وضعیت اندېښنه ښيي او وايي چې انتخاباتي کمپاینونه باید له پولیسو سره په همغږۍ ترسره شي او له دې پرته کاندیدان نه شي کولای چې خپل پروګرامونه په ښه توګه خلکو ته ورسوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG