د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

بنګله دېش پاکستان ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته ووت


د کرکټ د اسیا کپ سیالیو په لړکې بنګله دېش پاکستان ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لاره ومونده.

د دغه سیالیو پایلوبه سبا د جمعې په ورځ د متحده عربي اماراتو دوبۍ کې د بنګله دیش او هندوستان د لوبډلو ترمنځ کېږي.

د بنګله دیش او پاکستان ترمنځ د تېرې شپې په لوبه کې د لوبې ټاس بنګه دیش وګاټه او په ټاکلو پنځوسو اورونو کې يې پاکستان ته د ۲۴۰ منډو هدف ورکړ.

خو پاکستان ونه توانېده چې یاد هدف پوره کړي او دغه سیالي يې د ۳۹ منډو په توپېر بنګله دیش ته بایلوده.

که څه هم د بنګله دیش لوبډله تر دې دمه نه توانېدلی چې د اسیايي سیالیو اتلولي خپله کړي خو په دغه جام کې يې وخت ناوخت تر پایلوبې رسیدلی دی.

چې د اسیا کپ سیالۍ چې هر دوه کاله وروسته کېږي، په ۱۹۸۴ هندوستان شپږ، سریلانکا پنځه او پاکستان دوه واره د دغه سیالیو اتلولې ګټلې ده.

افغانستان هم چې په دې سیالیو کې د پام وړ لوبډله بلل کېده سرلینکا او بنګله دیش ته په ماتې ورکولو او له هندوستان سره د سیالۍ په مساوي کولو سره د نړیوالو له خوا وستایل شوه.

XS
SM
MD
LG