د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

ملي امنیت شورا په ایران کې د حمدالله محب دوه اړخیزې ناستې ګټورې بولي


د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، د ملي امنیت سلاکار د تهران د ناستې په پای کې د سیمې د یو شمېر هېوادونو د ملي امنیت له سلاکارانو سره د داعش د فعالیتونو او د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي چې د ملي امنیت سلاکار د تهران د ناستې په پای کې د هند، روسیې او چین د ملي امنیت له سلاکارانو سره د مهمو موضوعاتو په اړه بېلابېل ډول کتلي دي.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند قادر شاه د پنجشنبې په ورځ ازادي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د حمد الله محب دوه اړخیزې ناستې مهمې وبللې:

قادر شاه
قادر شاه

"د دغه غونډې تر پای ته رسېدو وروسته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د هند، روسیې او دغه شان له چین څخه چې کوم امنیتي پلاوی په دغه ناسته کې د ګډون لپاره راغلی و په جلا جلا توګه وکتل، د تهران په ناسته کې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې، د نشه يي توکو د قاچاق او په ځانګړې ډول د داعش د ګواښونو د لمنځه وړلو په مسلې بحثونه وشول."

نوموړی وايي، ښاغلي محب د روسیې د ملي امنیت له سلاکار سره د امنیتي مسایلو سربېره په پرمختیايي او دغه شان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر څرنګوالي هم خبرې کړې دي.

د قادرشاه په خبره د افغانستان د ملي امنیت سلاکار له خپل هندي او چنايي سیالانو سره د سیمه ییزې همکارۍ او له دغه هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه هم بحثونه لرل چې د هند لخوا د همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.

د افغانستان، ایران، هند، روسیې او چین د ملي امنیت د سلاکارانو ناسته د چهارشنبې په ورځ په تهران کې وشوه.

د راپورونو له مخې په دغه ناسته کې د پنځو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو ګډون کړی و او د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې خپل لید لوري له یو بل سره شریک کړل.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړې وږمه صافۍ د پنځو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو ناسته مهمه بولي او پایلو ته یې خوشبینه ده:

"له شک پرته چې دغه ناسته مهمه وه او زه هیله لرم چې که چېرته د سیمې هېوادونه رښتیني همکاري وکړي په سیمه او افغانستان کې به وضعیت ښه شي او دغه شان له دغه هېوادونو سره به د افغانستان اړیکې لا پیاوړې شي."

خو د افغانستان د مشرانو جرګې د دفاعي او امنیتي چارو د کمېسیون مشر هاشم الکوزی بیا یادې ناستې ته خوشبینه نه دی او وايي چې دا ډول ناستې تر ډېره تشریفاتي بڼه لري.

راپور: محمد حدیث پردیس

XS
SM
MD
LG