د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

غزني ته د ولسمشر غني له سفر سره په یو وخت راکټي بریدونه وشول


ولسمشر محمد اشرف غني غزني ولایت ته د خپل سفر پر مهال د ټولنې د بېلابېلو قشرونو او د هغه ولایت له چارواکو سره په کتنه کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

ولسمشر محمد اشرف غني غزني ولایت ته په سفر کې د هغه ولایت امنیتي وضعیت او په بېلابیلو نور برخو کې تر سره شوي کارونه وارزول.

په غزني کې د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې، ښاغلي غني له امنیتي مسؤلینو سره په کتنه کې دوی ته حکم وکړ چې یو همېشنی منظم امنیتي پلان ولري، تر سره کېدونکي عملیات دې په ښه او همغږي ډول تر سره او تر یوې واحدې قوماندې لاندې دې عمل وکړي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري هم د پنجشنبې په ورځ له غزني نه ازادي راډيو ته وویل چې د غزني له خکو سره د ولسمشر غني ځينې ژمنې عملي شوي او په نورو برخو کې کارونه روان دي:

هارون چخانسوري
هارون چخانسوري

"هغه په تېر سفر کې له خلکو سره ژمنه کړې وه چې بیا به هم راځي او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو سره به مفصل ډول ګوري او خبرې به کوي، د هغوی ستونزې به په جزئیاتو اوري او په اړه به يې لازم اقدامات کېږي، د ورکړل شویو ژمنو ځينې يي عملي شوي او ولسمشر غني په دې اړه د بېلابیلو قشرونو سره ګوري."

ولسمشر پر غزني ښار د طالبانو له حملې وروسته هم د زمري د میاشتې په وروستیو کې دغه ولایت ته سفر کړی و.

د غزني پر ښار د طالبانو په حمله کې افغان ځواکونو ته د تلفاتو تر څنګ ځينې عامو وګړو ته هم مرګ ژوبله رسېدلي واوښته او ښار هم زیامن شوی و.

ښاغلي غني په تېر سفر کې خلکو ته ژمنه ورکړې وه چې غزني به د دویمې درجې ولایت نه لومړۍ درجه ولایت جوړوي او امنیت او بیا رغونې ته به یې جدي پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې د غزني د ولایتي شورا یو غړی عصمت الله غرني ته د ولسمشر غني د سفر په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"ښاغلي غني د غزني خلکو ته په خطاب کې وویل کومې ژمنې چې په تېر سفر کې ما له تاسو سره کړې وې هغه عملي شوي او کنه زه یې باید وارزوم، د ښاغلي غني ځينې ژمنې عملي شوي او د نورو په اړه يې مسؤلینو ته هدایت ورکړ، ولسمشر غني یو ځل بیا وویل چې غزني لومړی درجه ولایت دی او ټول امکانات باید په یوه میاشت کې دغه ولایت ته ورکړل شي."

له ولسمشر سره په دغه سفر کې یو شمېر وزیران، د ملي شورا غړي او لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني ملګري دي.

په ورته وخت کې غزني ته د ولسمشر له سفر سره همهاله په دغه ښارو د ځینو راکټونو د لګېدولو په اړه هم راپورونه خپاره شوي خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ویلي چې د یادو راکټونو د لګېدلو له کبله د ولسمشر پروګرامونه نه دي ځنډېدلي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

پخواني معلومات

ولسمشر محمد اشرف غني غزني ولایت ته سفر پرمهال د دغه ولایت له امنیتي او سیمه ییزو مسؤلینو سره وکتل.

ولسمشر غني نن پنجشنبې د یوه لوپوړي پلاوي په مشرۍ دغه ولایت ته تللئ.

د ارګ فېسبوک پاڼه وايي، ولسمشر غني غزني ولایت ته په رسېدو لومړی ددغه ولایت په امنیتي غونډه کې د غزني د امنیتي وضعیت د راپور تر اورېدو وروسته ویلي چې د عملیاتو، د ځواکونو د تجهیز او امکاناتو د وېش لپاره دي یو پلان جوړ شي.

ولسمشر غني په دغه غونډه کې د امنیتي ځواکونو پر همغږۍ او واحدې قوماندۍ ټینګار کړی.

​د ارګ فېسبوک همدارنګه وايي چې ولسمشر غني د غزني د ولایتي شورا له غړو سره هم د لیدنې پرمهال ددغه ولایت لپاره د لومړۍ درجې اولیت په پام کې نیول، د خلکو لپاره د یوه لوی تالار او روغتون ودانولو او تجهیز ژمنې کړي.

ولسمشر غني درې ورځې وړاندې په ارګ کې د غزني ولایت د امنیتي او اداري وضعیت ارزولو په هدف جوړه شوې غونډه کې ویلي و چې د دغه ولایت د ټولو ادارو تشکیل دي لومړۍ درجې ته لوړشي.

ویل کېږي په غزني کې د و لسمشر غني د وینا پرمهال پر غزني ښار څو راکټونه هم لګېدلي خو د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې د ولسمشر غني پروګرام په عادي ډول جریان لري.

پخواني معلومات

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن پنجشنبې غزني ولایت ته تللی.

د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې له ولسمشر غني سره په دغه سفر کې د هېواد لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني، د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجنیر محمد خان او یو شمېر نور ملکي او نظامي مسؤلین شامل دي.

ښاغلي چخانسوري لیکلي چې غني ولایت ته د ولسمشر غني د سفر هدف د غزني امنیتي وضعیت او د غزني له خلکو سره د تېر سفر پرمهال د شوو ژمنو څېړل دي.

چخانسوري لیکي چې ولسمشر غني به ددغه سفر پرمهال د امنیتي مسؤلینو ترڅنګ، ولایتي شورا له غړو، علماو، د پوهنتون له استادانو او مېرمنو سره هم وګوري.

دا په تېره زمري میاشت کې پر غزني ولایت د وسله والو طالبانو تر پراخې حملې وروسته دغه ولایت ته د ولسمشر غني دوهم سفر دی.

د وسله والو طالبانو په دغه حمله کې چې شااوخوا شپږ ورځې یې دوام وکړ خلکو ته د مالي زیانونو ترڅنګ دواړو لورو ته د درنو تلفاتو اوښتو راپورونه ورکړل شول.

ولسمشر غني په لومړي سفر کې ددغه ولایت له خلکو سره د غزني ولایت د امنیتي وضعیت سمولو او لومړۍ درجۍ ته د غزني د اداري واحدنو د لوړولو په برخه کې بېلابېلې ژمنې کړې وي.

د غزني پر خلکو د ۷زره ټنو غنمو وېشل، په جګړه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره مرسته، د غزني پولیس له سره بیا رغول هغه لوی ژمنې وې چې ولسمشر غني پر تېر سفر کې د غزني له خلکو سره کړي وې.

راپور: سیدکمال شاه عارف

XS
SM
MD
LG