د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۴:۱۹

د م.م په اسمبلۍ کې د ټرمپ له خوا افغانستان ته د اشارې نه کولو له امله ناهیلۍ!


د افغانستان د ملي شورا د اداري هیئت غړي وايي، دا چې د امریکا جمهور رئیس د ملګرو متلونو اسامبلۍ ته په خپله وینا کې د افغانستان هېڅ یادونه ونه کړه، ناهیلۍ يي پیدا کړې دي.

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ډونالد ټرمپ وینا، خو د افغانستان هېڅ نه یادونې د افغانستان د ملي شورا د غړو او د چارو د ځينو کارپوهانو تر منځ پوښتنې او اندېښنې راپورته کړي دي.

د ولسي جرګې نائب منشي عرفان الله عرفان ازادي راډیو ته وویل، دا چې د امریکا جمهور رئیس تېره شپه د افغانستان هېڅ نوم وانه خیست، ښيي چې دوی د افغانستان وضعیت د ښه کېدو لپاره هېڅ قوي اراده نه لري.

له دې سره د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي، د ټرمپ له خوا د افغانستان نه یادونه به د خلکو او افغان ځواکونو پر روحیې منفي اغېز وکړي.

اصف صدیقي
اصف صدیقي

نوموړي زیاته کړه:

"له ټرمپ څخه زمونږ تمه دا وه چې له جدیت سره يې له افغانستانه خپل ملاتړ اعلان کړی وای او د ترورېزم په وړاندې يې ټینګ دریځ اختیار کړی وای چې افغانانو روحیه اخیستی وای او له امریکا سره د دوستۍ په اړه ډاډمن شوي وای، له دې سره به د امریکا او ناټو ضد هېوادونه تر فشار لاندې راتله چې امریکا افغانستان نه پرېږدي او دا هېواد یوازې هم نه دی، دې کار د امنیتي ځواکونو پر روحيې هم اغېز درلود."

د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ماښام د افغانستان په وخت د ماښام اووه بجې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته وینا وکړه.

د افغانستان ملي شورا وايي، د افغانانو انتظار دا و چې د امریکا ولسمشر به په خپله وینا کې د طالبانو سره د سولې د خبرو په برخلیک او له ترورېزم سره د مبارزې په څرنګوالي به وغږېږي او د ترورېزم څخه پر ملاتړو هېوادونو به ټینګ انتقاد ولري.

خو د امریکا جمهور رئیس په خپله ۴۵ دقیقه يي وینا کې یوازې پر دې ټینګار وکړ چې هغه هېوادونه دوی ته حساب ورکونکي دي چې امریکا ورسره مرسته کوي او دوی به په راتلونکي کې یوازې له هغو هېوادونو سره مرسته وکړي چې امریکایانو ته درناوی ولري.

اوس باورونه دا دي چې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون په اړه په افغانستان کې وروستي نظرونه له افغانستان سره د واشنګټن د اړیکو د کمېدو سبب شوي دي.

شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او د ولسي جرګې د یو شمېر غړو په ګډون ځینو سیاسي څېرو د افغان ځواکونو د تلفاتو او ناامنیو د ډېرېدو په غبرګون له امریکا او ناټو سره د امنیتي او دفاعي تړونونو په بیا کتو ټینګار وکړ.

دغې موضوع د افغانستان په ملي شورا کې هم ډېر بحثونه راپورته کړل.

ودیر صافی
ودیر صافی

​له دې ټولو سره د نړیوالو چارو کارپوه استاد ودیر صافی په دې اړه وايي:

"امریکا وايي چې مونږ په افغانستان کې د طالبانو رژیم مات کړ، اساسي قانون مو رامنځته کړ، ميلیاردونه ډالر مرسته مو وکړه، خو په بدل کې یې افغانستان مونږ ته څه راکړل، اوس د ټرمپ دا چلند دا پیغام رسوي او افغانستان ته وايي چې د دوی سره د دوستۍ په اهمیت پوه شي، نو د اوسني وضعیت د اصلاح په خاطر يې دا دریځ غوره کړی، مونږ چې څه یوو، هغسې یو،، که ټرمپ هم راشي او د جګړې په میدانونو کې قرباني ورکړي، بیا به هم همداسې یوو او امریکا داسې دوستي نه غواړي."

ښاغلی صافی په دې باور دی چې په دې وروستیو کې د امنيتي او دفاعي تړون په اړه د ځينو سیاسي څېرو او پخوانیو چارواکو دریځ ممکن واشنګټن ناهیلی کړی وي، خو دا په دې معنا هم نه ده چې امریکا دې د افغانستان د برخلیک په اړه بې پروا عمل وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG