د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۱۷

د افغانستان علماء شورا: د رسول لنډي قتل شرعاً جایز دی

د افغانستان د عالمانو شورا وايي، هغه کس چې دینې عالم ته منسوب دي او له ښځو د ناوړه ګټې اخیستنې ویډيو ګانې يې په ټولنیزو رسنیو کې لر بر کېږي باید شرعي حد پرې جاري شي.

وروسته له هغې چې په فاریاب ولایت کې د تعویذ ګر رسول چې په رسول لنډي مشهور دی د ناوړه ګټې اخیستنې ویډيو ګانو يې په ټولنیزو رسنیو کې غوغا راپورته کړه، د افغانستان د عالمانو شورا وايي، که پر تورن کس جرم ثابت شي د شریعت له مخې باید پرې حد جاري شي.

د دغه شورا غړي او ویاند مولوي محمد قاسم حلیمي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ډول اعمالو ترسره کول دین او عالمانو ته سپکاوی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"دا باید په جزا ورسېږي حد پرې جاري شي او د ده قتل شرعاً جایز دی ځکه چې زنا يې ثابته او معلومه ده خو د حد پر وخت پرې باید شهود موجود وي او شهود پرې تېر شي."

د عالمانو شورا دغه غړی له ټولو دیني عالمانو غواړي چې باید په خپلو سیمو کې د ممبر له لارې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او د دغه ډول خلکو له بدو کړنو يې خبر کړي.

ښاغلي حلیمي د ټولنې بې سوادي او د عامه پوهاوي د کچې ټيټوالی د دغه ډول پېښو د رامنځته کېدو ستر عوامل بولي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسي په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر ویډیوګانې چې یو کس په کې د تعویذ ورکولو په نوم له بېلابېلو ښځو جنسي استفادې کوي ښکته پورته کېږي.

راپورونه وايي، یاد کس په فاریاب ولایت کې د ملا رسول لنډي په نوم شهرت درلود او ښځو ته به يې د بې اولادۍ، عاشقۍ، د کاروبار د ښه کېدو، په کورونو کې د جنجالونو د ورکېدو تعویذونه ورکول او په همدې چل او فریب به يې د سیمې له ساده ښځو استفاده کوله او ویډیو ګانې به يې ترې ډکولې.

د فاریاب اوسېدونکو او د دغه ولایت د عالمانو شورا له حکومته غوښتنه کړې چې تورن کس باید ونیسي او ژر تر ژره يې د قانون منګلولو ته وسپاري.

د فاریاب د عالمانو د شورا مرستیال مولوي غلام نبی غفوري پژواک خبري اژانس ته ویلي چې اوس دغه زناکار پشتونکوټ ولسوالۍ ته تښتېدلی او هلته يې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې دنده اخیستې ده.

د فاریاب د عالمانو شورا هم د تعویذګر رسول لنډي د وژلو فتوا ورکړې ده.

د فاریاب والي هم ویلي چې که هرچا تورن کس ونیو نو خپل موټر به د انعام په ډول ورکړي.

د دې ولایت د ولایتي شورا مسؤلینو بیا خلکو ته ډاډ ورکړی چې رسول لنډی به ډېر ژر د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شي.

په همدې حال کې یو شمېر دینې عالمان له خلکو غوښتنه کوي چې باید د تعویزونو په وسیله د خپلو اړتیاو د پوره کېدو هڅه ونه کړي، ځکه د دوی په وینا تعویز کول په دین کې هېڅ ډول ریشه نه لري او ناروا عمل دی.

د افغانستان د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالاحفاظونو رئیس مولوي محمد شعیب په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د افغانستان عالمانو هر وخت د دغه ډول خلکو په وړاندې خپل غږ پورته کړی او ویلي دي چې دغه ډول خلکو ته ورتګ نه یوازې ښه عمل نه دی بلکې په دین کې جواز هم نه لري، دین او عقیدې ته زیان رسوي، نو زما غوښتنه له افغانانو داده چې ولې په داسې یو ټولنه کې چې موږ او تاسې اوس مهال په یوه پرمختللې ټولنه کې ژوند، طب موجود دی او هر ډول ستونزو ته رسېدنه کوي بیا هم دغه ډول ناپېژانده کسانو ته ورځو چې نتیجه يې دا راوځي."

د افغانستان د عالمانو شورا وايي چې دغه ډول کارونه له دینه خراب تصویر وړاندې کوي نو خلک باید هڅه وکړي چې په خپلو سیمو کې د دغه ډول خلکو مخه ونیسي او پرېنږدي چې د عالم او ملا په نوم دغه ډول لارې خلک درنې کورنۍ بدنامي کړي.

دا لومړی وار نه دی چې دغه ډول پېښه رامنځته کېږي بلکې له دې وړاندې هم په افغانستان او د دې هېواد په ګاونډ کې دینې عالمانو ته منسوبو کسانو د تعویذ لیکونکو په نوم د ټولنې له ساده ښځو ناوړه ګټه اخیستې ده.

راپور: اکرام الله اکرام

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG