د افغانستان لوی ملي ائتلاف په انتخاباتي مسایلو کې د حکومت له لوري د دوی د غوښتنو د منل کېدو په ځانګړي ډول، د بایومیټریک په سېستم کې د انتخاباتو ترسره کول او سیاسي احزابو ته د څار د حق له ورکولو هرکلی کوي.
د افغانستان د لوي ملي ائتلاف غړي وايي چې اوس چې د حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرېکړه کړې چې د ولسي جرګې راتلونکي انتخابات به په بایومیټریک سېستم په شفاف ډول وکړي، نو دوی هم په دې برخه کې د حکومت او د کمېسیون ملګرتیا کوي.
د دې ائتلاف یوه غړي همایون همایون د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې نیوکې يې د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو په هدف وې او اوس به دوی هم خپل دغه مدني حرکتونه ودروي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ له حکومت او د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه مننه کوو چې د انتخاباتو د شفافیت او بایومیټریک کېدو په برخه کې یې د افغانانو غوښتنه ومنله او موږ له حکومت سره په هغه صورت کې همکار یوو چې دا پروسه په سم شکل پر مخ یوسي او د سیاسي احزابو قناعت خپل کړي، نو موږ له دوی سره ګام په ګام مخکې ځو او د شفافو انتخاباتو غوښتونکي یوو."
ښاغلي همایون همدا شان وویل چې له انتخاباتو د سیاسي احزابو او مدني ټولنو نظارت کول د ائتلاف بله غوښتنه وه چې د حکومت له لوري منل شوې ده.
د انتخاباتي نظام تغیير د ملي ائتلاف بله غوښتنه وه چې د دغه ائتلاف د غړو په وینا، اوس دوی په دې ټینګار نه کوي او هیله لري چې په راتلونکو انتخاباتو کې عملي بڼه غوره کړي.
د افغانستان لوی ملي ائتلاف د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو په هدف، دغه درې غوښتنې مطرح کړې وې او ټينګار يې کاوه چې حکومت او د انتخاباتو کمېسیون د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو او درغلۍ د مخنیوي په هدف باید په دې غوښتنو عمل وکړي.
د دغه ائتلاف د ملاتړو له لوري په وروستیو کې په هرات، کندهار، ننګرهار، بلخ او کندز کې حتی د انتخاباتو د کمېسیون د ولایتي دفترونو مخې ته خېمې ووهلې او د دغو دفترونو دروازې يې وتړلې.
خو حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په وروستیو کې اعلان وکړ او ويې ویل چې هڅه کېږي چې د ولسي جرګې راتلونکي انتخابات د بایومیټریک له سېستمه په ګټې اخیستنې ترسره شي.
په همدې حال کې د افغانستان ولسي جرګه په راتلونکو انتخاباتو کې د بایومیټریک سېستم کارول مهم اقدام بولي او ټینګار کوي چې د دغه سېستم د استعمال د څرنګوالي په اړه باید خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.
د دغې جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د دوشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل:
"دا لومړی ځل دی چې انتخابات د بایومیټریک په سېستم ترسره کېږي، په دې برخه کې عامه پوهاوي ته اړتیا ده چې بایومیټریک کوم ډول استعمالېږي او خلک باید په دې برخه کې په دې سېستم بشپړ اعتبار پیدا کړي، تر څو په پروسه کې برخه واخلي، دا د کمېسیون دنده ده چې څومره ژر کېدای شي، باید د عامه ذهنیتونو د روښانتیا او د خلکو د اعتبار د ترلاسه کولو لپاره دا کار وکړي."
د افغانستان لوی ملي ائتلاف وايي چې په ټولو ولایتونو کې د انتخاباتو د کمېسیون ولایتي دفترونو دروازې خلاصې شوې دي او په دې برخه کې هېڅ ستونزه نه ده موجوده.
خو د دې ائتلاف غړي یو وار بیا ټینګار کوي او وايي چې که حکومت په دې برخه کې په خپلو ژمنو عمل ونه کړ، نو یو وار بیا خپل مدني اعتراضونه پیلوي او په هېواد کې به د انتخاباتو د دفترونو دروازې وتړي.
راپور: اکرام الله اکرام