د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

ولایتي شورا او اوسیدونکي: د غزني شاوخوا ۳۰ سلنه ښوونځي تړلي


د غزني د ولایتي شورا غړي اندیښمن دي چې د دغه ولایت مرکز ته نېږدې سیمو او اکثرو ولسوالیو کې په لسګونو ښوونځي تړلي دي.

د دې ولایت د ولایتي شورا غړي او ځینې اوسیدونکي یې وايي، په‎دغه ولایت کې شاوخوا ۳۰ فیصده ښوونځي تړلي دي.

دوی وايي، د دغو ښوونځیو د تړلو له امله لسګونه زره ماشومان له زده‎کړو بې برخې شوي او که تدابیر ورته ونیول شي، د یاد ولایت ډېری ماشومان به د زده‎کړو له نعمته بې برخې شي.

د یاد ولایت د ولایتي شورا غړې فاطمې رحیمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په غزني ولایت کې دغه ستونزه له پخوا راهیسې موجوده وه، خو پر ښار د وسله‎والو مخالفینو تر بریدونو وروسته، نوره هم زیاته شوې ده.

نوموړې وايي:

"د غزني په اکثرو ولسوالیو کې ښوونځي تړلي. کلونه - کلونه خلکو زحمت وایست په شخصي پیسو یې یو شمېر ښوونځي جوړ کړل، ماشومان یې ور ولېږل، خو دښمنانو دغه ښوونځي وسوځول، له همدې امله د زده‎کوونکو برخلیک نامعلوم دی. کله چې ښوونځي تړلي وي او په حکومت کې هم د همکارۍ روحیه نه‎وي موجوده، معلومه ده چې هم خلک اوهم زده‎کوونکي اندیښمن دي."

د افغانستان د پوهنې وزارت دا مني چې وسله‎والو مخالفینو د دغه ولایت په ناامنو ولسوالیو کې یو شمېر ښوونځي یا زیانمن کړي او یا يې تړلي دي خو وايي، هڅې تیزې شوي چې د امنیتي ارګانونو په مرسته، تړلي ښوونځي بېرته فعال شي.

کبیر حقمل
کبیر حقمل

د دغه وزارت د خپرونو رئيس کبیر حقمل په‎دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د غزني ولایت په هغو سیمو او ولسوالیو کې چې ناامنه او یا د وسله‎والو مخالفینو په ولکه کې دي، تړلي ښوونځي لرو، خو دا ستونزه د پوهنې وزارت له توانه پورته ده. امنیتي ارګانونه هڅې کوي چې امنیت راولي."

د راپورونو له مخې غزني ولایت نېږدې ۷۰۰ ښوونځي لري چې د دوه نیم لکو په شاو خوا کې نجونې او هلکان په‎کې زده کړې کوي.

سربېره پر ښوونځيو، غزني دارالمعلمین او پوهنتون هم لري چې د تعلیم او تربیې، شرعیاتو، اقتصاد او کرنې په څانګو کې یې د ۲۰۰ نجونو په ګډون ۱۵۰۰ محصلین تحصیل کوي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ارګانونو هڅې تېزې کړي چې ددغه ولایت تړلي ښوونځي پرانېزي.

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل:

"په غزني ولایت مو تعرضي او تهاجمي عملیاتو ته زور ورکړی. هڅه مودا ده هغه سیمې چې تعلیمي، ټولنیز او بشري خدمتونه په‎کې نه‎شته، له دښمنانو یې پاکې کړو او خلک مو له ټولو بشري خدمتونو نه مستفید شي."

د چارو پوه نسیم ګل توتاخېل وايي، د هېواد راتلونکی او پرمختګ په ځوانانو او ماشومانو پورې تړلی او که پرمخ یې له لومړي پړاوه د زده‎کړو او لیک لوست دروازې وتړل شي، د نوي کهول لکونه نجونې او هلکان به نالوستي پاتې شي چې دا د اندېښنې وړ موضوع ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG