د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، په بلخ کې یې ولایتي دفتر بېرته پرانېستی او د کندهار د دفتر د پرانېستلو هڅه هم روانه ده.
په شپږویشتو نورو ورځو کې به یعنې د میزان په اته ویشتمه افغانان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې برخه واخلي.
په ځینو ولایتونو کې د انتخاباتي کمېسیونونو د دفترونو تړلې دروازې او امنیتي وضعیت د دې پروسې له مهمو ننګونکو عواملو یادېږي.
خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند مرزا محمدحق پرست ازادي راډیو ته وویل چې ژر به ځینې په ګوته شمار تړلي ولایتي دفترونه بېرته پرانېستل شي.
نوموړی وايي:
"خوشبختانه په بلخ کې زموږ ولایتي دفتر خلاص شوی دی. کندهار ته هم خوشبینه یو چې سبا او یا بل سبا هلته هم زموږ دفتر خلاص شي. پهدې برخه کې کومه ستونزه نهلرو. خوشبیني موجوده ده. سیاسي احزابو انعطاف ښودلی او د بایومټریک هغه طرحه چې دوی پيشنهاد کړې وه هغه به تطبیقیږي. د فعلاً لپاره د مرکزي او ولایتي ادارو د دروازو د تړلو په برخه کې موږ کومه اندېښنه نهلرو."
ښاغلي حقپرست د انتخاباتو د امنیت د ټینګښت په اړه هم د حکومت او انتخاباتو کمېسیون له اقداماتو ډاډ ورکړ.
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت هم ډاډ ورکړی چې د را روانو انتخاباتو د امنیت لپاره به د افغانستان له امنیتي او دفاعي ادارو سره بشپړه همکاري وکړي.
د افغانستان د لوی ملي ائتلاف پلویانو په هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار او کندز کې یا د انتخاباتي کمېسیونو دفترونه تړلي وو یا یې هم تر مخې د تحصن خیمې جوړې کړې وې.
د دغه ائتلاف مشرتابه پلاوی تور پورې کوي چې انتخاباتي پروسه شفافه نهده او دوی بهیې په وړاندې خپل مدني حرکتونه جاري ساتي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیه رئیس یوسف رشید وايي چې د انتخاباتي پروسې سیاسي مخالفین باید د انتخاباتي کمېسیونونو د دروازو د تړلو پر ځای له حکومت سره مذاکره وکړي او حکومت دې هم د دې کار زمینه برابره کړي.
نوموړی وايي:
"هغه موارد چې د اندېښنې وړ دي په هغو باندې باید خبرې وشي، تخنیکي بحثونه وشي، حللارې ورته ولټول شي او ټولې خواوې باید پرې قناعت وکړي. پهداسې وخت کې سل په سلو کې غوښتنې عملي هم نه برېښي. نو زه د دفترونو تړل د دې پروسې لپاره یو جدي ګواښ ګڼم. که دا کار روان وي دا د خلکو سره جفا ده او خصوصاً دغه نوې ولسواکي چې په افغانستان کې د منزل په حالت کې ده. دا له خنډونو سره مخ کوي او اعتبار یې ساقطوي."
افغان حکومت ژمنه کړې چې انتخابات به په پوره شفافیت ترسره شي او د ترسره کولو لپاره به یې مالي او تخنیکي امکانات برابر کړي.
صفيالله ستانکزی