په ابوظبۍ کې د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ د ملي ټيمونو ترمنځ مسابقه روانه ده.
پچه يا ټاس بنګله دېش وګاټه او د برېټنګ کولو پرېکړه يې وکړه.
دا د څلورو غوره ټيمونو څلورمه مسابقه ده.
د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسوول فريد هوتک ازادي راډيو ته وويل:
"د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله دغې مسابقې ته پوره چمتووالى لري او د افغان لوبغاړو مورال ډېر ښه دى."
دا د اسيايي جام په روانو سياليو کې د بنګله دېش په وړاندې د افغانستان دويمه مسابقه ده.
افغانستان تېره مسابقه له دغه هېواده ګټلې وه.
افغانستان به د راروانې سې شنبې په ورځ په دوبۍ کې د هند له لوبډلې سره مسابقه لري.
ټاکل شوې ده چې نن همزمانه د هند او پاکستان د کرکټ لوبډلې هم په دوبۍ کې سره مخامخ شي.