د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ په ناسته کې د ګډون لپاره نیویارک ته لاړ


عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د يکشنبې په سهار د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ چې د بهرنیو چارو وزیر هم ورسره ملګری دی، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په ۷۳ یمه ناسته کې د ګډون لپاره د نیویارک په لور وخوځېد.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امېد میثم ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی عبدالله به په دغه ناسته کې د افغانستان اړوند په مهمو سیاسي، امنیتي او سیمه ییزو مسایلو بحث وکړي.

امېد میثم
امېد میثم

نوموړي زیاته کړه:

"په دغه ناسته کې به د سیاسي او امنیتي مسایلو ترڅنګ، په راتلونکو انتخاباتو او سیمه یزې او نړیوالې همکارۍ خبرې وکړي او د دغې ناستې په څنډه کې به د ملګرو ملتونو د سازمان له سرمنشي، د يو شمېر هېوادونو له ولسمشرانو او د بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم وګوري."

ښاغلی میثم وايي، اجرائیه رئیس به په دغه ناسته کې د يادو مسایلو ترڅنګ، له مخدره موادو سره د مبارزې پر څرنګوالي، افغانستان سره د نړیوالو همکاریو پر پياوړتیا، پوهنې او د ښځو د پياوړتیا پر پروګرامونو هم خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي اسامبلۍ په ناسته کې تېر کال ولسمشر محمد اشرف غني ګډون کړی و او د دغه هېواد په استازیتوب یې وینا هم وکړه.

خو يوې حکومتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم يې واخيستل شي، ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې وه چې سږ کال هم ولسمشر محمد اشرف غني په دغه ناسته کې ګډون وکړي، خو په خبره یې چې له کوم دلیل پرته نیویارک ته د ښاغلي غني سفر لغوه شو.

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو پوه مشتاق رحیم د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ ناسته د افغانستان د روان وضعیت په اړه مهمه بولي او ټینګار کوي چې افغان پلاوی باید په دغه ناسته کې په هېواد کې د سولې د ټينګښت ترڅنګ، د افغانانو ټولې غوښتنې تر نړیوالو ورسوي.

دی وایي:

"په کومو مهمو مسایلو چې په دغه ناسته کې باید بحث پرې وشي، هغه د افغانستان د سولې او امنیت موضوع ده چې افغانانو ته حیاتي ارزښت لري، افغان پلاوی باید هغو هېوادونو په ځانګړې ډول، ایران، چین او روسیې ته دا قناعت ورکړي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات راتلل د سیمې او نړۍ په ګټه دي."

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ ناسته هر کال د دغه سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په ګډون، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان په دفتر کې جوړېږي او د دغه سازمان د غړو هېوادونو د پرمختګونو او پر وړاندې یې د پرتو ستونزو راپور په کې وړاندې کېږي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG