د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

مېرمنو تعلیمي مرکز: رسنۍ دې د جنسیتي توازن اصل په پام کې ونیسي


د افغان مېرمنو تعلیمي مرکز د ښځو په سیاسي مشارکت کې د رسنیو رول مهم ګڼي.

د ولسي جرګې انتخاباتو ته د کاندیدانو د انتخاباتي کمپاینونو پیلېدل نېږدې کېږي او په دې برخه کې د نر او ښځې ترمنځ د جنسیتي توازن په پام کې نیولو سره، د رسنیو پر رول ټینګار کېږي.

د افغان مېرمنو د تعلیمي مرکز رئیسې پلوشې حسن د یکشنبې په ورځ په یوه سیمینار کې د کاندیدو ښځو یو لړ ستونزې یادې کړې او له رسنیو یې وغوښتل چې په دغې کار کې د نارینه او ښځینه کاندیدانو جنیستي انډول په پام کې ونیسي.

نوموړې زیاته کړه:

"په یوه ډموکراتیک نظام کې له ښځو پرته انتخابات ناممکن دي او د انتخاباتو د شفافیت لپاره په رسنیو کې د ښځو نقش مهم دی، د ښځو د حقونو ځیني ملاتړي بنسټونه په رسنییزو راپورونو کې پر جنسیتي نا انډولتوب اندېښمن دي، خو هیله مند یوو چې دغه شان سیمینارونه به په دغو برخو کې موثر وي."

دغه دوه ورځینی سیمینار چې "د انتخاباتو په پروسه کې د جنسیتي توازن په پام کې نیولو سره د رسنیو د نقش" تر نامه لاندې د افغان مېرمنو د تعلیمي مرکز له خوا جوړ شوی و، هدف یې دا و چې په رسنیزو پروګرامونو او راپورونو کې جنسیتي جریان په پام کې ونیسي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مهالوېش له مخې، د ولسي جرګې انتخاباتو ته به د کاندیدانو کمپاینونه د میزان په ۶ مه پیل او د همدغې میاشتې تر ۲۶ مې به دوام وکړي.

سربېره پر دې، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کاندیدو او رأیې ورکوونکو ښځو پر وړاندې ځینو ستونزو ته اشاره کوي او له رسنیو غواړي چې د کاندیدو ښځو لږو فرصتونو ته په پام، له دغه کمېسیون سره همکاري وکړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړې نسیمې بادغیسۍ چې په دغه سیمینار کې ېې برخه اخیستې وه، وویل چې ارزونې ښيي چې اوسنیو ستونزو ته په کتو، د تېرو انتخاباتو په پرتله په نېږدې راتلونکو انتخاباتو کې، د ښځو په شمېر کې هېڅ تغییر نه دی راغلی.

دې وویل:

"ښځې په خواشینۍ سره چې په ولایتونو کې د انتخاباتو په اړه د پوهاوي له کمښت سره مخ دي، په ډېرو ښارونو کې خصوصي رسنۍ فعالیت نه لري او ښځې د انتخاباتي معلوماتو د نه لرلو له امله رنځېږي، په یوه نیم کال کې د ښځو د فعال حضور له نشتوالي سره مخ شو، خو رسنۍ په دې برخه کې لوی مسؤلیت لري."

په ورته وخت کې د افغانستان د لومړۍ مېرمنې د دفتر مرستیاله زهره یوسف په دې برخه کې پر ځینو رسنیو انتقاد کوي او وايي چې په اکثرو سیاسي پروګرامونو کې نارینه و ته زیات وخت ورکول کېږي چې دا کار پخپله په خپرونو او رسنیزو پروګرامونو کې د جنسیتي توازن له اصله سترګې پټول دي.

د افغانستان د ژورنالستانو د ټولنې رئیس فهیم دشتي چې د رسنیو په استازیتوب په دغه ناسته کې حاضر و، په هېواد کې يې د ښځو په سیاسي مشارکت او پرمختګ ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د رسنیو فعالیتونه اغېزمن وګڼل.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG