د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

ټرمپ د «م.م» په اسامبلۍ کې پر ایران، سکریپال، یولیا او شمالي کوریا غږېږي


په پام کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې په خپله وینا کې د ایران، په انګلستان کې د روسیې د پخواني جاسوس سرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا د مسمومېدو، د کیمیاوي وسلو او شمالي کوریا په اړه خبرې وکړي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د عمومي اسمبلۍ پرانېستونکې غونډې ته چې د ۱۹۳ هېوادونو مشران به ګډون په کې ولري وینا وکړي او په بله ورځ به د امنیت شورا د هغې غونډې مشري وکړي چې د ایران، د اټمي وسلو د خپراوي د مخنیوي او په سوریه کې او بریتانیا کې د کیمیاوي وسلو په اړه بحثونه یې په اجنډا کې دي.

په ملګرو ملتونو کې د متحدایالاتو سفیرې نیکې هیلې فاکس نیوز ټلوېزېوني چینل ته ویلي چې دا غونډه به ډېره مهمه وي او بحثونه به یې رښتيني وي.

مېرمن هیلي وویل، متحد ایالات به د ایران په مسئله کې له خپل دریځه په شا نه شي او ولسمشر ټرمپ هم په دې نظر دی چې باید له دې مسئلې څخه زموږ تمرکز بله خوا ولاړ نه شي.

په ملګرو ملتونو کې د متحدایالاتو سفیره نیکې هیلې
په ملګرو ملتونو کې د متحدایالاتو سفیره نیکې هیلې

د هیلي په وینا ټرمپ فکر کوي چې ایران خطرناک دی او په دې نظر دي چې ځینې مسایل شته چې باید نړیواله ټولنه یې په پام کې ونیسي.

ټرمپ سږکال په مې میاشت کې د متحد ایالاتو په ګډون له شپږو پیاوړو قدرتونو سره د ایران له اټمي موافقې د خپل هېواد وتل اعلان کړل او تېره میاشت یې پر ایران هغه بندیزونه بیا ولګول چې د اټمي موافقې له مخې فسخ شوي وو.

د دې موافقې نور لاسلیک کوونکي هېوادونه د امریکا له هغه ګواښ سره سره په دې موافقه کې پاتې دي چې وايي، پر ټولو هغو کمپنیو به هم بندیزونه ولګول شي چې له ایران سره معاملې کوي.

مېرمن هیلې زیاته کړه چې ټرمپ به نه یوازې د ایران بلکې د نورو مسایلو په اړه لکه د کیمیاوي وسلو پر مسئله چې ولسمشر ټرمپ د سوریې په ادلب ولایت کې د هغو د کارولو د مخنیوي په برخه کې جدي کار کړی دی هم خبرې وکړي.

لویدیځو هېوادو له دې کبله اندیښنه ښودلې چې ښايي د سوریې حکومت په داسې حال کې چې په ادلب کې د پوځي عملیاتو لپاره د تیارۍ په حال کې دی هلته له کیمیاوي وسلو کار واخلي.

مېرمن هیلي وویل چې ولسمشر ټرمپ به د نورو نړیوالو مسایلو ترڅنګ د شمالي کوریا او له اټمي وسلو د کوریا د ټاپو وزمې د خلاصولو په اړه هم خبرې وکړي.

هغې د انګلستان په سالزبري ښار کې د پخواني روس جاسوس سرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا د مسمومیت په قضیه کې د نوویچوک کیمیاوي موادو د کارولو مسئلې ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې ولسمشر ټرمپ به په دې قضیه کې د مسکو د لاس لرلو په صورت کې د اقداماتو پر اړتیا هم خبرې وکړي.

د مېرمن هیلي په وینا ولسمشر ټرمپ به د امریکا د بهرنیو مرستو په اړه هم خبرې وکړي، خو دې مرستو ته به حدود وټاکي، ځکه د ټرمپ په نظر امریکا ډېر زیات سخاوت لري خو بهرنۍ مرستې به هغو هېوادونو ته ځانګړې شي چې له امریکا سره ګډ ارزښتونه لري نه له هغو سره چې له امریکا څخه کرکه لري.

XS
SM
MD
LG