د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۱۴

فرید هوتک: افغان کرکټ لوبډله به د پاکستان په وړاندې ښه وځلېږي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي ټيم نن په پوره چمتووالي د پاکستان په وړاندې د مسابقې ډګر ته وځي.

د افغانستان پر وخت نن د مازيګر څلور بجې په ابوظبۍ کې د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلې په اسيايي جام کې سره مخامخېږي.

د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسوول فريد هوتک نن ازادي راډيو ته وويل، په ټيم کې ډېر تغييرات نه دي راوستل شوي:

"لوبډله د دې سيالۍ لپاره پوره چمتووالى لري. د اسيايي جام د سياليو تر پيل مخکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې د دوو اوونيو لپاره تمريناتي کمپ ترسره کړى دى. لوبډله پوره چمتووالى لري او انشا الله د پاکستان په وړاندې به هم نن ښه وځلېږي."

افغان لوبډلې د اسیايي جام په لوبو کې تېره شپه د بنګله دېش لوبډلې ته په لوی توپیر سره ماتې ورکړه.

افغانستان په خپله لومړۍ مسابقه کې سريلانکا ته هم ماتې ورکړې وه.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG