د ارزګان ولایت د لوړو زده کړو په موسسه کې په لومړي په لویه سطحه مشاعره ترسره شوه چې پهکې سلګونو لیکوالانو، شاعرانو، ادب پالانو، ځوانانو او د شعر مینهوالو ګډون کړی وو.
په مشاعره کې شاعرانو او لیکوالانو د شعرونو، ترانو او تمثیلي ټوټو ترڅنګ پر یووالي هم خبرې وکړې.
دغه مشاعره د تېرې پنجشنبې په ورځ ناوخته مازیګر مهال په ترینکوټ ښار کې د لوړ زدهکړو د موسسې په انګړ کې ترسره شوه.
د لوړ زده کړو د موسسې مسوولین وايي، دغه مشاعره يې دا ځل د ازموینې په هدف جوړه کړې وه او دا چې مینهوال يې زیات دي نو له وړاندې به دغه مشاعره د هر سمستر په پای کې جوړېږي.
د ادب د مینهوالو او ځوانانو هم غوښتنه دا وه چې باید دغه مشاعره کلنۍ او سمستر واره شي.
دا پهداسې حال کې ده چې د دغې مشاعر ترڅنګ په ارزګان ولایت کې د ارزګان غږ په نوم ښځینه او نارینه مشاعره هم هرکال ترسره کېږي او د دې ترڅنګ د دغه ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د سلېمان تخت بابا په نوم هم کلنۍ مشاعره پخوا ترسره کېده چې اوس يې ناامنیو مخه نیولې ده.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: